د خارجه چارو وزارت او د روغتيا قومي ادارې د حياتياتي سائنسمدارو لپاره ضابطه اخلاق 2020 او د انساني حياتياتي موادو راغونډولو

image

اسلام آباد 17 جولائي (اے پي پي) د خارجه چارو وزارت او د روغتيا قومي ادارې﴿اېن آئي اېچ﴾ د حياتياتي سائنسمدارو لپاره د ضابطه اخلاق 2020 او د انساني حياتياتي موادو راغونډولو ، ذخيره او برآمد كولو لپاره د نېشنل ګائيډ لائنز په اړه دوه دستاوېزات جاري كړي دي. د خارجه دفتر وياند له مخې په دې لړ كښې د جمعې په ورځ په خارجه وزارت كښې يوه دستوره وشوه. په دې موقع خارجه سېكرټري سهېل محمود او د اېن آئي اېچ اېګزېكټو ډائرېكټر مېجر جنرل عامر اكرام اېس آئي ﴿اېم﴾ هم موجود وو. وياند ووئيل د دواړو دستاوېزاتو مقصد په پاكستان كښې د حياتياتي علوم سره د تړون لرونكو ذمه وار طرز عمل لپاره د لارښونې د اصولو وضاحت كول دي. دا دواړه دستاوېزات د پاكستان د خپلې قانون سازې ضرورياتو او په نړيوالو ذمه وارو عملدآمد ته قوت وربخښي كوم چې د جديد نړيوال معيار او غوره طريقه كار له مخې دي. د بائيو سائنس او ټېكنالوجې رېګولېشن په اړه د انټر اېجنسني ټاسك فورس مشري د خارجه چارو وزارت سره ده كوم چې بي ډبليو سي لپاره فوكل پوائنټ دے. په هېواد كښې د بائيو سېفټي او بائيو سكيورټي د قومي فوكل پوائنټ په توګه د اېن آئي اېچ په ټاسك فورس كښې مهم كردارلري. د انساني حياتياتي موادو جمع ، ذخيره او برآمد كولو لپاره د نېشنل ګائيډ لائنز مقصد بېلا بېلې چارې منظم كول او په دې اړه اخلاقي، حفاظتي او د سلامتيا ستونزې لرې كول دي. د سټرېټجك اېكسپورټ كنټرول ډويژن﴿اېس اي سي ډويژن﴾ لائسنس ترلاسه كولو لپاره به د بائيوټكس كمېټې، د پاكستان هېلتھ ريسرچ كونسل او د روغتيا د قومي وزارت منظوري لازمي وي

مضمون کا ماخذ : لوٹیریا علاقائی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں