اسلام آباد 24 جولائي (اے پي پي) د آزاد جمو و کشمير صدر سردار مسعود خان وئيلي دي د محتسب اداره د دلاسې مستحقو وګړو ته په سمدستي توګه او آسان انصاف وركولو سره ټولنې٬ حكومت او رياست لپاره د قدر وړ خدمت ترسره كوي ۔ ده دا خبرې د جمعې په ورځ د آزاد جمو او کشمير محتسب سېکټريټ د كال 2019 رپورټ وړاندې كولو په موقع محتسب ظفر حسېن مرزا سره وكړې۔ ده ووئيل په تېرو كلونو كښې د زرګونو په شمېر ګيلې اورېدو او لرې كولو سره په رياست كښې د انصاف وركړه او د وګړو د حقونو تحفظ لپاره چې كوم اقدامات شوي په ھغې محتسب او د ھغه عمله د مباركۍ حق لري۔