وفاقي حکومت د بلوچستان په نوشکي ضلع كښې 3 زره خونې په سولر سسټم منتقل كولو لپاره 80 مېليونه روپۍ مختص كړي

image

اسلام آباد 28 جولائي (اے پي پي) وفاقي حکومت د بلوچستان په نوشکي ضلع كښې 3 زره خونې په سولر سسټم منتقل كولو لپاره 80 مېليونه روپۍ مختص كړي او په اېن اے 268 كښې دوه زره كورونه په سولر سسټم منتقل كولو لپاره 35.251 مېليونه روپۍ مختص كړې شوي۔ د هاٶسنګ او تعميرات وزارت چارواكو له مخې سږ كال په بجت 21-2020 كښې د پي اېس ډي پي له مخئ د هاٶسنګ ډويژن دوو منصوبو لپاره فنډز بېل كړے شوے ، چې پكښې د بلوچستان په نوشکي ضلع كښې 3 زره خونې په سولر سسټم منتقل كولو لپاره 80 مېليونه روپۍ مختص كړے شوي او په اېن اے 268 كښې دوه زره كورونه په سولر سسټم منتقل كولو لپاره 35.251 مېليونه روپۍ بېلې كړې شوي۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری آن لائن
متعلقہ مضامین
مزید خبریں