لاهور30 جولائي (اے پي پي)د پنجاب ګورنر چوهدري محمد سرور سره د اطلاعاتو وفاقي وزير سناتور شبلي فراز کيد زيارت په ورځ ليدلي دي۔ د ملاقات په مهال په سياسي او د حكومتي چارو پشمول په نورو مسئلو خبرې اترې وشوې۔ د پنجاب ګورنر حكومتي اقدامات په بشپړه توګه رامخې ته كولو لپاره د سناتور شبلي فراز د كاركردګۍ ستائنه وكړه۔ د لاهور په ګورنر هاٶس كښې په ترسره شوې ملاقات كښې اولس ته ريليف وركولو لپاره د حكومتي اقداماتو او د كرونا وېرې څخه د رامخې ته شوې وضعې پشمول په نورو مسئلو هم خبرې اترې وشوې۔د ملاقات په مهلا د پنجاب ګورنر چوهدري محمدسرور حكومتي اقدامات په بشپړه توګه رامخې ته كولو لپاره د سناتور شبلي فراز د كاركردګۍ ستائنه كولو سره ووئيل د تحريك انصاف حكومت نه يوازې پاكستان د معاشي مسئلو نه خلاصوي بلكې اولس ته هم په هره څانګه كښې زياتې آسانۍ وركولو لپاره ګامونه پورته كوي۔ ده ووئيل د احساس پروګرام غٶندې منصوبې د حكومت د اولس دوستۍ ښكاره ثبوت دې۔ګورنر ووئيل مخالفه ډله اولس بې لارې كولو لپاره هره ورځ نوې منصوبې جوړوي خو د اولس په وړاندې د دوي اصل عزائم بې نقابه شوې دي او په دې خبره كښې هېڅ شك نشته چې اولس د مخالفې ډلې بيانيې سره نه بلكې حكومتي پاليسو سره ولاړ دي۔ ده ووئيل وزيراعظم عمران خان سمجھوته كوونكې نه دې بلكې په اصولو كلك ولاړ ليډر دے۔ چوهدري سرور ووئيل سياسي مخالفين د پارلمان دننه او بهر يو ځائ كښې د اولس خبره نه كوي۔ ده ووئيل 22 كروړه پاكستانيان هېواد كښې د احتساب حكايت كوي او د فرق نه عېر احتساب د هېواد پرمختګ او د سوكالۍ ضامن دې۔ ده ووئيل مونږ به انشاء الله د قامي وسائلو بشپړه تحفظ كوٶ او قامي خزانې څخه به يوه يوه روپۍ د هېواد پرمختګ او سوكالۍ لپاره خرڅ كوٶ۔ چوهدري محمدسرور ووئيل د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې حکومت هېواد په معاشي توګه قوي كولو لپاره عملي اقدامات كوي۔ ده ووئيل د كرونا خپرېدو لاره نيولو لپاره د سمارټ لاك ډاٶن حكومتي اقدام موثره ثابت شوې دي كه اولس د لوي اختر او محرم الحرام په مهال په اېس او پيز عمل وكړو نو انشا الله مونږ به په كرونا وېرس قابو ومومو۔ په دې موقع وفاقي وزير شبلي فراز ووئيل موجوده حكومت په هره كچه سپېځلتيا او مېرټ باوري كوي سفارشي کلتور ختم كړې شوې دې٬ د مخالفې ډلې چې څَه مرضي وي ھغه ده وكړي هېواد كښې به ټولټاكنې په خپل وخت كېږي۔ ده ووئيل كرپشن كوٶنكي به په هر صورت احتساب سره مخ كېږي ٬ د مخالفې ډلې اېجنډا صرف او صرف د ذاتي مفاداتو تحفظ دے٬ دوه سره د هېواد او قام فكر نشته