اسلام آباد 10 اګست (اے پي پي) د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ نوي ټاكلي صدر وولکن بوزکر وئيلي دي د جمو و کشمير د شخړې هواري سره په سوئيلي آسياء كښې پوخ امن راتلے شي٬ د كشمير پحقله د سلامتي كونسل قراردادونه هم موجود دي، په سوئيلي آسياء كښې امن او استحكام لپاره د كشمير كشالې هوارېدل ضروري دي، د كشمير په مسئله د تركيه حكومت اصولي او ډاګيز دريځ لري٬ وزيراعظم عمران خان په نړۍ كښې امن ٬ استحكام٬ پرمختګ ٬ موسمياتي بدلون او د غربت خاتمې سره په نورو چاورو كليدي سوچ لري۔۔ د ګل په ورځ خارجه وزير شاه محمود قرېشي سره په ګډه خبري كنفرنس ته خپله وېنا كښې نوي ټاكلي صدر بوزکر ووئيل منطقه كښې سلامتيا لپاره سفارتي او سياسي ذريعې كارول پكار دي او بامعني شريكو رابطو سره د ګران نه په ګرانو چيلنجونو قابو موندلے كېدے شي۔ د دې نه وړاندې خارجه وزير شاه محمود قرېشي د ملاقات تفصيلات په اړه ووئيل نوې ټاكلي صدر وولکن بوزکر ته د کشمير په صورتحال بريفنګ وركړے شوے او مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو د سنګينو خلاف ورزو او د هند د پنځم اګست يو اړخيزه اقدام او د دغې په سوب په منطقه كښې امن او امان ته د رامخې ته خطرو نه خبر كړے شوے ٬ دغسې د لوئې جرګې پرېكړو او د دوحه په مذاكراتو هم خبرې شوي۔ ده ووئيل ما وولكن بوزګر سره په هغه نكاتو خبرې كړي كوم چې د وزيراعظم عمران خان زړه ته نزدې دي لكه موسمياتي بدلون، اسلامو فوبيا، د غېر قانوني ترسيل زر او د پرمختګ كوٶنكو هېوادونو معيشتونو لپاره د قرضونو ستنولو د ريليف تجويز شامل دے ۔ وفاقي وزير ووئيل پاكستان ګڼي چې قوي ملګري ملتونه د نړيوال امن او سلامتيا سره د معاشي پرمختګ په ګټه دي ۔۔ د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي وزير ووئيل يو كال كښې د كشمير په مسئله سلامتي كونسل كښې درې ځله بحث كېدل لويه كاميابي ده او مونږ خواهش لرو چې د كشمير په مسئله عمومي اسمبلۍ كښې هم بحث وشي كوم چې د ملګرو ملتونو زيات مهم پلېټ فارم دے۔ ده ووئيل په مقبوضه كشمير كښې د نسلي تعصب په بنياد د آبادۍ تناسب په بدلولو ژور تشويش لرو۔ خارجه وزير ووئيل د كشمير كشالې هواري نه غېر منطقه كښې د امن خوب تعبير نشي موندلے ، ملګرو ملتونو له به د كشمير په اړه خپل كردار لوبول وي۔ د يوې پوښتنې په ځواب خارجه وزير ووئيل اسلامو فوبيا او د پرمختګ كوٶنكو هېوادونو څخه د دولت منتقلي هم مهم چېلنج دے۔ د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ صدر ووئيل پاكستان د ملګرو ملتونو مهم هېواد دے او ګرده نړۍ كښې د يو اېن امن په آپرېشن كښې پاكستان مهم كردار لري۔ ده ووئيل ملګري ملتونه پاكستان سره نزدې مرسته غواړي ۔ وولکن بوزکر د يوې پوښتنې په ځواب ووئيل نړۍ دا مهال يو شمېر مسئلو سره مخ ده ٬ په نړيوالو مسئلو د ملګرو ملتونو او وزيراعظم نکته نظر يو ډول دے۔ ده ووئيل وزيراعظم عمران خان سره په ملاقات خوشحاله شوے يم ٬ عمران خان په نړۍ كښې امن ٬ استحكام٬ پرمختګ ٬ موسمياتي بدلون سره د غربت خاتمې او په نورو چاورو كليدي سوچ لري۔ ده ووئيل د پاکستان سفير فاروق خان په كابينه كښې د نائب په توګه منتخب كړے شوے او په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي منير اکرم معاونت ترلاسه دے۔ وولکن بوزکر ووئيل پاکستان غېر وابسطه تحريك٬ او آئي سي او په نورو ګروپونو كښې خاص برخه لري ۔ ده ووئيل تركيه او پاكستان ملګري ملتونه قوي ليدل غواړي٬ وولکن بوزکر د كرونا وائرس پحقله ووئيل دا مهال د كرونا وائرس وباء لوے چېلنج دے٬ پاکستان د نورو هېوادونو په نسبت د وباء په ضد ښه كار كړے او د كرونا پحقله پاكستان كښې صورتحال ښه دے۔ ده ووئېل پاکستان نړۍ لپاره د ښه مثال په توګه رامخې ته شوے ٬ په ستمبر كښې به د كرونا وائرس د صورتحال جاج اخلو۔ ده ووئيل د كرونا په سوب پاكستان كښې په ځاني زيان افسوس لرم۔ د يوې پوښتنې په ځوا ب ده ووئيل هېڅكله به دا هېرنه كړم چې د تركيه وګړے او د پاكستان دوست يم۔ د کشمير پحقله ده ووئيل د كشمير پحقله د سلامتي كونسل قراردادونه هم موجود دي، په سوئيلي آسياء كښې او امن او استحكام لپاره د كشمير كشالې هوارے ضروري دے۔ده ووئېل د كشمير په مسئله د تركيه حكومت موقف اصولي او ډاګيز دے