د ټائيګر فورس او تحريک انصاف يوتھ ونګ پشمول د نورو تنظيمونو او ادارو د آزادۍ ورځ په ځانګړي ډول د لمانځلو پرېكړه

image

فېصل آباد ۔ 11 اګست (اے پي پي) د ټائيګر فورس او تحريک انصاف يوتھ ونګ په شمول نورو تنظيمونو او ادارو د جمعې په ورځ د پاكستان آزادۍ ورځ په ځانګړي ډول د لمانځلو پرېكړه كړې ده چې له مخې به ئې د فېصل آباد په سترو لارو ٬ د نهر دواړو غاړو ته ٬ په ګرين بېلټس ٬ پاركونو ٬ پبلك ځايونو ٬ روغتونونو٬ تعليمي او نورو ادارو كښې د پاكستان په نامه په ګڼ شمېر ونې بوټي نالولے شي۔ نېشنل او ملټي نېشنل ادارې به هم د آزادۍ په نامه بشپړه شجركاري كوي۔ د ټائيګر فورس او تحريك انصاف يوتھ ونګ وياند د نهې په ورځ اے پي پي ته ووئيل هسې خو هر كال د اګست په 14 مه نېټه د پاكستان د آزادۍ ورځ په بشپړ ډول لمانځلې شي ولې دا وارې به د جشن آزادۍ دستورې د پخوا په مقابل كښې په زيات نوي ډول سره معارفي كولې شي۔ په دې لړ كښې موبائل فون كمپنيز او نېشنل او ملټي نېشنل ادارو سره سره صنعتي ٬ كاروباري او تجارتي تنظيمونو سره هم تماس نيولے شوے چې هغوي ګران هېواد او په خاص توګه فېصل آباد ماحولياتي او فضائي آلودګۍ نه بچ كړي۔ ده ووئېل ښار د ماحولياتي او فضائي آلودګۍ نه ساتلو له دې خپل فرض ګڼلو سره د آزادۍ په ورځ په خپل او د خپلې كورنۍ په نوم بايد يو يو بوټے نال كړے شي۔ ده ووئيل ځوانان په دې ورځ ډېرې پیسې په بېرغونو ٬ بېجونو ٬ سټكرو ٬ جامو او نورو څيزونو مصرف كوي ۔ دوي ووئيل مونږ به د آزادۍ په ورځ دا ثابتوؤ چې مونږ يو ذمه وار او زيرك قوم يؤ۔

مضمون کا ماخذ : جیک اور بین اسٹالک
متعلقہ مضامین
مزید خبریں