وفاقي وزير سيد امين الحق د نېشنل ټيلي کميونيکيشن کارپوريشن دفتر دوره وكړه

image

اسلام آباد 17 اګست (اے پي پي) د آئي ټي او ټېلي كميونيكېشن وفاقي وزير سيد امين الحق د ګل په ورځ د نېشنل ټيلي کميونيکېشن کارپوريشن (اېن ټي سي) د مركزي دفتر دوره كړې ده ۔ په دې موقع د نېشنل ټېلي كميونيكېشن اېم ډي بريګيډيئر (ر) وقار راشد خان په مركزي دفتر كښې د وفاقي وزير هركلے وكړو۔ په دې موقع وفاقي وزير ته د اېن ټي سي په كاركردګۍ او نورو منصوبو بريفنګ وركړے شو۔ په دې موقع وفاقي وزير سيد امين الحق د اېن ټي سي چارواكو ته د منصوبو په وخت بشپړېدو او په رېكارډ ريونيو مباركي هم وركړه۔ د يادونې وړ ده اېن ټي سي په تېر مالي كښې 578 مېليونه روپۍ ګټه د ادارې د كاركردګۍ عكاس ده۔ په دې موقع وفاقي وزير بېلا بېلو څانګو او د نېشنل ډېټا بېس سنټر څارنه هم وكړه۔

مضمون کا ماخذ : apostas dupla sena
متعلقہ مضامین
مزید خبریں