د وزیراعظم عمران خان د چین د بيلو څانګو د وړومبنو ١٠ کمپنو پلاوي سره خبرې

image
APP51-24 ISLAMABAD: August 24 - A delegation of leading Chinese companies called on Prime Minister Imran Khan. APP

اسلام آباد 24 اګست (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي پاکستان چین سره د اړيكو لا مستحکمولو ته اهميت وركوي، پاکستان او چین شريك مقاصد لري، د دواړو هيوادونو ترمينځه کاروباری اړيكو لا مستحکمولو ته پام لرنه كوو۔ دا خبره ده د توان ، مواصلات، زراعت، سائنس او ټیکنالوجی، مالیاتی او صنعتی سیکټر سره تعلق لرونكو د چين 10 وړومبنو کمپنو پلاوي سره د خبرو په مهال وكړه، چا چې د ګل په ورځ ده سره په وزیراعظم هاؤس كښې ملاقات كولو۔پلاوي كښې د پاور کنسټرکشن کارپوریشن آف چائنه، چائنه روډ اينډ بریج کارپوریشن، چائنه ګیژوبا (ګروپ) پاکستان، چائنه تھری ګورجیز ساؤتھ ایشیا انوسټمنټ کمپنی لمیټډ، چائنه ریلوے ګروپ لمیټډ ، انډسټریل اینډ کمرشل بینك آف چائنه مشینری انجینئرنګ کارپوریشن او د چائنه موبائل پاکستان لمیټډ نمائندګان شامل وؤ۔په دې موقع پاکستان كښی د چین سفیر یاؤجنګ او هائیر کمپنی سی ای او جاوید آفریدی پشمول د مواصلات وزیر مراد سعید، د صنعت وزیر محمد حماد اظهر، د منصوبه بندۍ وزیر اسد عمر، د خزانې صلاحكار ډاكټر عبدالحفیظ شیخ، د تجارت صلاحكار عبدالرزاق داؤد، د سرمایه كارۍ بورډ چیئرمین عاطف آر بخاری، د سی پیك اتھارټی لیفټیننټ چیئرمین جنرل (ر) عاصم سلیم باجوہ هم موجود وؤ۔د چين پلاوې پاکستان كښې د چین سرمایه کارو او کاروباري کمیونټۍ له د آسانيو وركولو كښې په لړ كښې په ذاتي خوښۍ لرلو د وزیراعظم مننه وكړه۔ پلاوي د اوسني حکومت کاروبار دوسته پالیسو او په خاص توګه د کاروبار په آسانیو د اطمینان څرګندونه وكړه۔ دوي په پاکستان كښې بيل سيكټرز كښې کاروبار لا پراخه كولو او سرمایه کارۍ لا زياتولو له د عزم پخلے وكړو۔ د چین پلاوي ووئيل د پالیسۍ او عملدرآمد په سطح د بيل اصلاحاتو معارفي کولو سره د چین کاروباری ورورولۍ باور زيات شوے او مونږ پاکستان يو مهم پارټنر ګڼو۔ وزیراعظم عمران خان د چین کمپنیو نمائندګانو هركلې كولو سره ووئيل پاکستان چین سره خپلو اړيكو لا مستحکمولو ته اهميت وركوي۔ وزیراعظم ووئيل چین او پاکستان شريك اهداف او مقاصد لري، د دواړو هيوادونو ترمينځه کاروباری اړيكو لا مستحكمولو ته پام لرنه كوو۔ وزیراعظم د چین سرمایه کارو له باور وركړو چې حکومت د چین سرمایه كارو له هر ممكنه آسانيو وركولو ته پام لرنه كوي

مضمون کا ماخذ : لکی لیڈیز چارم