افغانستان لپاره د چين خصوصي نمائنده به ډېر زر پاكستان ته راشي۔ د خارجه وزير شاه محمود قرېشي خبري كنفرنس

image

اسلام آباد ۔ 24 اګست (اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي د هند چې څه خوښه وي هغه دې وائي۔ پاكستان او چين به په سي پېك مخ په وړاندې تلل روان ساتي۔ سعودي عربستان نه خو پېسې غوښتې دي او نه ئې په قرض تېل وركول بند كړي۔ دا ټولې بې بنسټه خبرې دي۔ د کشمیر په اړه د هند د ”اټوټ انګ” ادعاګانې مونږ نه منو او ”داخلي معامله” نړۍ نه مني۔ هند د جعلي ”فلېګ آپرېشن” ناټک كولې شي۔ هند د كشميريانو حوصلې ماتولو كښې ناكامه راغلے او جموں او كشمير كښې د لاك ډاؤن په ضد د بغاوت بېرغ هسك كړے شوے۔ د اسرائیل په اړه به پاكستان د كوم فشار له مخې پرېكړه نه كوي۔ د پاكستان او سعودي عربستان دريځ په دې اړه يو دے۔ د ګل په ورځ خارجه وزارت كښې خبري كنفرنس ته وفاقي وزير ووئيل د تېر كال 5 اګست اقداماتو او د كشميريانو تشخص او آئيني حېثيت له مينځه وړلے ۔ د هند لخوا د تور قوانين نافذ كول زيات شوي۔ ده د نړيوالو عالمي اقتصادي پوهانو حواله وركولو سره ووئيل د هندي اقداماتو د لاسه كشمير كښې په يو كال كښې د 5 اربه ډالرو معاشي زيان شوے ۔ ده ووئيل د مقبوضه كشمير 6 پارټۍ كومو به چې وړاندې ډلي سركار ته كتل اوس له هغه وېزاره دي۔ دا لوئي بدلون دے۔ خارجه وزير ووئيل چين په ښكاره توګه د هند د 5 اګست اقدامات مسترد كولو سره وئيلي دي په ختيز لداخ كښی مونږ د هند دريځ نه قبلوؤ۔ دغسې چين د سي پيك په اړهد شكونه هم په ګډه اعلاميه كښې مسترد كړي ۔ خارجه وزير ووئيل هند پخپله د كشمير مسئله سلامتي كونسل ته يوړله او بيا ئې د سلامتي كونسل د قراردادونو په ضد ګامونه پورته كړل۔ د سي پېك په اړه خارجه وزير ووئيل په سي پېك د پاكستان او چين دريځ ښكاره دے۔ هند چې څه غواړي هغه دې وائي٬ په سي پېك به پېشرفت روان وي۔ د افغانستن په اړه خارجه وزير ووئيل مونږ غواړو چې انټرا افغان مذاکرات زر تر زره پېل شي او دغلته امن او استحكام په ځائې شي۔ ده ووئيل مونږ د افغانستان خپلواكي او افغانستان سره د ورورولۍ اړيكې غواړو۔ ده ووئيل پاكستان د روغې جوړې هڅو كښې د سهولت كار كردار ترسره كوي۔ د خپل سباؤن پرېكړه به افغان اولس له پخپله كول وي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښی ده ووئيل افغانستان لپاره د چين خصوصي نمائنده ډېر زر پاكستان ته راځي۔ ده ووئيل د افغانستان د اكثريت دريځ دا دے چې د افغانستان په پرمختګ كښې پاكستان مهم كردار ترسره كولے شي

مضمون کا ماخذ : گرم سے زیادہ گرم
متعلقہ مضامین
مزید خبریں