د وزیراعظم د پارلماني چارو صلاحكار ډاكټر بابر اعوان د سینیټ غونډه كښې د پوښتنو دمې په مهال د خيالاتو څركندونه
اسلام آباد 26 اګست (اے پی پی) د وزیراعظم د پارلماني چارو صلاحكار ډاكټر بابر اعوان وئيلي دي تھرپارکر له د یونیورسل سروس فنډ د لارې د انټرنيټ آسانيو په وركولو غور روان دے، بلوچستان كښې به په درې زره نوو ځايونو موبائل سروس وركولو لپاره نوې ټاورز لګولے شي ، ووهان كښې د فائیو جی سروس د لارې د کووېډ۔ 19 خپريدو تاثر سم نه دے۔ د شورو په ورځ سينيټ په غونډه كښې د بيلو غړو د پوښتنو په ځواب ده ووئيل تھرپارکر كښې د انټرنيټ سروسز وركولو لپاره به اقدامات کولے شي، په دې لړ كښې یو اېس اېف ترمخه دا آسانۍ وركړے كيدې شي ۔ ده ووئيل دا تاثر سم نه دے چې ووهان كښې د کووېډ۔ 19 فائیو جی سروس نه خپور شوے، دا په سوشل میډیا چليدونكې خبرونه دي كوم چې د چین مخالف قوتونو خپروي