اسلام آباد ۔ 26 اګست (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي د ټولنې بې وزله وګړو ضرورتونه ترسره كول زمونږ ذمه واري ده۔ حكومت په زړه پورې هڅې كوي چې د سبسډي نظام فعاله ٬ سپېځلے او د هدفونو له مخې جوړ كړے شي ٬ دا خبره دې باوري كړے شي چې د سركاري خزانې نه مصرف كېدونكې روپۍ په غوره ډول وكارولې شي۔ ده د شورؤ په ورځ د بې وزله او لږ آمدن لرونكو طبقو ته د ضرورت څيزونو په مد كښی د حكومتي سبسډي وركولو نظام فعاله جوړولو په لړ كښې د غونډې مشري كوله۔ غونډه كښې د سماجي تحفظ خاص مرستيالې ډاكټر ثانيه نشتر ٬ د خزانې سېكرټري ٬ د نادرا چيئرمېن او نور اعلی چارواكي موجود وو۔ د وزيراعظم د ميډيا ونګ له مخې د حكومت لخوا د بې وزله او لږ آمدن لرونكو طبقو مالي مرستې له د وركړې كېدونكې سبسډي نظام غوره جوړولو په لړ كښې په ځينې وړاندېزونو غور وكړے شو۔ وزیرِاعظم غونډې ته خطاب كښې ووئيل د كمزورې او بې وزلۍ سره مخ وګړو حاجتونه ترسره كول زمونږ ذمه واري ده۔ ده ووئيل حكومت په زړه پورې هڅې كوي چې د سبسډي نظام فعاله ٬ سپېځلے او د هدفونو له مخې جوړ كړے شي او دا خبره باوري شي چې د سركاري خزانې نه مصرف كېدونكې روپۍ په غوره ډول وكارولې شي۔ وزیرِاعظم ووئيل پخوا د سبسډي نظام نه كمزورۍ نه دي لرې كرې شوي چې ورسره د وسائلو نه هغه كسانو هم ګټه پورته كړې كوم چې مستحق نه وو۔ وزیرِاعظم د سماجي تحفظ خاص مرستيالې ٬ د خزانې سېكرټري او يوټېلېټي سټورز كارپورېشن ته هدايت وكړو چې د ټارګټډ سبسډي رسنې له وړاندېزونو ته زر تر زره حتمي شكل وركړئ۔