اسلام آباد 04 ستمبر (اے پي پي)وزيراعظم عمران خان د اطلاعات او خپرونو خاص مرستيال لېفټيننټ جنرل(ر)عاصم سليم باجوه استعفٰی نامنظور كړی او هغه ته يې د كار جاري ساتلو سپارښتنه كړی۔د جمعې پھ ورځ د وزيراعظم دفتر مېډيا څانګې لخوا جاري بيان له مخې لېفټيننټ جنرل(ر)عاصم سليم باجوه وزيراعظم عمران خان ته خپله استعفٰی وړاندې كړه كومه چې وزيراعظم نه ده قبوله كړی۔وزيراعظم عمران خان وئېلي دي د لېفټيننټ جنرل(ر)عاصم سليم باجوه لخوا چې كوم ثبوت او وضاحت وړاندې كړے شوے هغه د دې نه مطمئن دے ۔وزيراعظم ده ته د خاص مرستيال په توګه د كار جاري ساتلو سپارښتنه كړی ده