كراچي 05 ستمبر (اے پي پي)وزيراعظم عمران خان وئېلي دي چې د هېواد په پرمختګ ګښې د كاروباري طبقې كردار د كليدي نوعيت دے٬په كاروبار كښې آسانې پیدا كول د حكومت وړومبۍ ترجيح ده٬د كووېډ وبا مخ نيوي لپاره مربوطه پالېسي اختيار كړی شوې۔ده دا خبرې د خالي په ورځ په كراچۍ كښې د تاجر او كاروباري طبقې پلاوي سره د ملاقات په مهال وكړې۔د ملاقات په مهال د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او اصلاحاتو وفاقي وزير اسد عمر د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز٬د ميري ټائم چارو وفاقي وزير علي زيدي٬وفاقي وزير فيصل واوډا٬د سندھ ګورنر عمران اسماعيل٬د خزانې صلاحكار ډاكټر عبدالحفيظ شېخ او د سټېټ بانك ګورنر رضا باقر هم موجود و۔پلاوي وزيراعظم ته د كووېډ- 19 په اړه په كاميابه حكمت عملۍ مباركي وركړه او كاروباري ټولنې ته د مراعاتو وركولو يې ستائنه وكړه۔وزيراعظم عمران خان ووئيل د هېواد په پرمختګ ګښې د كاروباري طبقې كردار د كليدي نوعيت دے٬په كاروبار كښې آسانې پیدا كول د حكومت وړومبۍ ترجيح ده٬د كووېډ وبا مخ نيوي لپاره مربوطه پالېسي اختيار كړی شوې۔ده ووئيل چې په دې پالېسۍ كښې د ناروغۍ څخه اولس بچ كولو سره سره د معيشت پايه روانه ساتل باوري كول هم ضروري وو۔وزيراعظم ووئيل چې د تعميراتو او دې سره د تړون لرونكو څانګو د ودې پھ نتيجه كښې به د روزګار موقعې پیدا شي۔وزيراعظم ووئيل چې د حكومت مقصد د كاروبار او سرمايه كارۍ په نظام كښې آټومېشن راوستل دي چې په نتيجه كښې به يې په كم وخت كښې سپيځلې طريقې سره كاروبار ممكن شي۔پلاوي وزيراعظم ته د برآمداتو ودې او د ټېكس اصلاحاتو په لړ كښې مهم تجويزونه هم وركړل