وزيراعظم عمران خان يو بصيرت لرونكے شخصيت دے٬د كورونا ختمولو لپاره د هغه د سمارټ لاك ډاؤن پالېسي ټولې نړۍ ستائېلې٬وزيراعظم عمران خان د كراچۍ مسئلو حل كولو ته خاص پام كړی۔د مواصلات وفاقي وزير مراد سعيد خبري كنفرنس ته وېنا

image
APP20-09 ISLAMABAD: September 09 - Federal Minister for Communications and Postal Services Murad Saeed addressing a press conference at PID Media Center. APP photo by Saleem Rana

اسلام آباد 09 ستمبر (اے پي پي) د مواصلات وفاقي وزير مراد سعيد وئېلي دي د پيپلز پارټۍ پشمول مخالف سياسي ګوندونه په سېلاب خپل سياست كوي٬د اولسي ښېګړو پروژو څخه پام ګرځولو له خبري كنفرنسونه كوي او تورونه لګوي٬په ګودامونو كښې غنم نه پرېږدي او سياست د الزاماتو كوي٬وزيراعظم عمران خان يو بصيرت لرونكے شخصيت دے٬د كورونا ختمولو لپاره د هغه د سمارټ لاك ډاؤن پالېسي ټولې نړۍ ستائېلې٬وزيراعظم عمران خان د كراچۍ مسئلو حل كولو ته خاص پام كړی۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د خبري كنفرنس په مهال وكړه۔ده ووئيل وزيراعظم عمران خان يو بصيرت لرونكے شخصيت دے٬د كورونا ختمولو لپاره د هغه د سمارټ لاك ډاؤن پالېسي ټولې نړۍ ستائېلې او په دې وجه د پاكستان صورتحال د ډاډ وړ دے٬مونږ اوس هم خلقو ته وائيو چې كورونا ختمه شوې نه ده كمه شوې ٬بايد احتياطي تدابير خپل كړے شي۔ده ووئيل كراچۍ د ګند څخه ډكه شوې٬زيات ګند مونږ صفا كړے٬د سندھ حكومت ګند به هم ډېر زر پاك كړو۔ده ووئيل وزيراعظم عمران خان د سندھ دورې په موقع د كراچۍ پرمختګ لپاره انقلابي اقدامات او پريكړی كړي او تاريخي پرمختيائي پیكج يې اعلان كړے۔ده ووئيل د وزيراعظم د پالېسو له امله پيپلز پارټي او مخالف سياسي ګوندونه خفګان سره مخ شوي٬هغوي د مهمو مسئلو څخه پام ګرځولو لپاره پرېس كنفرنسونه كوي۔وزيراعظم د كراچۍ مسئلو حل كولو ته پام لرنه كړی٬مونږ كراچۍ د سندھ حكومت په رحم او كرم نشو پرېښودلې ۔وزيراعظم د دې ټولو معاملو نوټس اخستلو سره خاص پیكج اعلان كړے۔ده ووِئيل د پيپلز پارټۍ قيادت د كراچۍ په مسئلو سياست كوي خو درملنه بهر هېواد څخه كوي۔د څو لسيزو راهسې په سندھ د پيپلز پارټۍ حكومت دے خو د سندھ وګړو له بنيادي آسانۍ نه دي وركړی شوې۔ده ووئيل په كراچۍ كښې د ګورننس مسئله ده٬مونږ ښه والي لپاره اقدامات كړي او ډېر زر به د هغې نتيجې ترلاسه شي

مضمون کا ماخذ : علاقائی کلیدی الفاظ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں