داطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز نېشنل پرېس كلب كښې د نوو ټاكلو عهديدارو د سوګند پورته كولو دستورې ته وېنا

image
APP70-09 ISLAMABAD: September 09 - Federal Minister for Information and Broadcasting Senator Shibli Faraz addressing during the oath taking ceremony of All Kashmir Newspaper Society. APP

اسلام آباد 09 ستمبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز وئېلي دي د وزيراعظم عمران خان په سپارښتنه د خبريالانو مسئلو حل له به ټول صلاحيتونه كارولې شي٬حكومت د صحافت په آزادۍ باور لري٬د پاكستان 22 كروړه اولس د مظلومه كشميريانو سره ولاړ دے٬د نړيوالې ورورولۍ خاموشي مونږ له ترغيب راكوي چې د كشميريانو لپاره څه هم كول دي٬هغه به مونږ له كول وي۔وزيراعظم عمران خان د كشمير وكيل او سفير په توګه په نړيواله كچه د كشمير مسئله په ښه ډول پورته كړې۔ده د شورو په ورځ نېشنل پرېس كلب كښې د نوو ټاكلو عهديدارو سوګند پورته كولو دستورې ته وېنا كوله۔وفاقي وزير شبلي فراز ووئيل د يو كال څخه زياته موده شوې چې هند په بې ګناه كشميريانو د ظلم انتها كړی٬هند مقبوضه كشمير د نړۍ تر ټولو لويې زندان جوړ كړے ٬غېر قانوني لاك ډاؤن نړۍ ته ولې نه ښكاري ۔ده ووئيل د پاكستان اولس به چرې هم كشميريانو له دا احساس ورنه كړي چې په سخت وخت كښې كشميريان يوازې دي۔وفاقي وزير ووئيل د خبريالې ورورولۍ مسئلو حل له به هر ممكنه هڅې كولې شي دغسې چې خبريالان پھ امن ناكه چاپیرچل كښې پېشه وره ذمه وارۍ ترسره كړي۔ده د نېشنل پرېس كلب نوو ټاكلو عهديدارو له مباركي وركولو سره هيله څرګنده كړه چې د نېشنل پرېس كلب نوے ټاكلے قيادت به د خبريالانو مسئلو حل له د يو پل كردار ترسره كړي

مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ آن لائن دستیاب
متعلقہ مضامین
مزید خبریں