اسلام آباد 10 ستمبر (اے پي پي) د خارجه دفتر وياند زاهد حفيظ چوهدري د پاكستان په عدالتونو كښې د هندي جاسوس کلبھوشن ياديو کېس پيروي كولو لپاره خپلو وكيلانو ته د اجازې وركولو په غرض په ځائي قوانين كښې د بدلون په اړه د هند مطالبه بيخي رد كولو سره واضحه كړې چې پاکستان به د کلبھوشن ياديو کېس په اړه د هند يوه غېر معقول مطالبه قبوله نه كړي، د هند توسيع پسندانه عزائمو څخه د منطقې امن ته خطرات رامخې ته دي، هند له په دې پوهه پكار ده چې د جمو و كشمير شخړې تر هواري به “پاکستان۔ هند سوال” د ملګرو ملتونو په اېجنډا پروت وي، کشميريانو ته په آزادۍ او غېر جانبدارۍ سره د استصواب رائے د لارې د خپلواكۍ حق وركولو سره د كشمير كشاله د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل اېجنډې څخه لرې كېدې شي۔۔ د زيارت په ورځ د اوونيز بريفنګ په مهال وياند ووئيل هند سره د پاكستانو عدالتونو سره د مرستې كولو نه سېوا بل اپشن نشته، د هېواد قوانين له مخې ځائي رجسټرډ وكيلان هم بېنچ ته د وړاندې كېدو اجازه لري۔ وياند ووئيل پاكستان د اسلام آباد هائي کورټ په پرېكړه د عملدرآمد عزم لري ۔ وياند د دې خبرې تصديق وكړٶ چې جاسوس ياديو ته په درېم ځل د قونصلر رسنې وړاندېز پحقله هند د ځواب راغلے۔ وياند په نړيوالې ورورولۍ زور رواړو چې ھغوي هند د نړيوال قوانين په پالنه كولو كښې خپل كردار ولوبوي٬ د چين او هند په دې وروستيو كښې د پولو د پېښې په اړه د يوې پوښتنې په ځواب وياند ووئيل د پاکستان عمر له دا دريځ ٶ چې د هند يو اړخيزه او توسيع پسندانه عزائم د منطقې امن لپاره د خطر وړ دي۔ وياند د هند د چيف آف ډيفنس سټاف جنرل بپن روات د پاکستان په ضد د اشتعال انګېزه بيان سخته غندنه كړې او وئيلي ئې دي د هند سيئنر ملټري قيادت لخوا دا ډول بيانونه د بي جے پي د آر اېس اېس د انتها خوښې نظرياتو عكاسي كوي٬ جنرال بپن له د سوله ايزو ګاٶنډيانو په ضد د بې ځايه تورنو په ځائ خپل كار ته پام لرنه پكار ده