اسلام آباد 22 ستمبر (اے پي پي) د وزيرِاعظم عمران خان په مشرۍ كښې په هېواد كښې د ګاز طلب او رسد موجوده صورتحال او د راتلونكو څو مياشتو په اره د جاج اغستو غونډه د نهې په ورځ وشوه۔ په غونډه كښې د صنعت او پېداوار وفاقي وزير محمد حماد اظهر، د منصوبه بندۍ وزير اسد عمر، د توان وزير عمر ايوب، د خزانې صلاحكار ډاکټر عبدالحفيظ شېخ، د تجارت صلاحكار عبدالرزاق داؤد، پټروليم لپاره خاص مرستيال نديم بابر او نورو لوړ پورو ګډون وكړو۔ د وزيراعظم ميډيا آفس له مخې په غونډه كښې هېواد كښې د ګاز طلب او رسد د موجوده صورتحال، د ځائي ګاز پېداوار كښې د رامخې ته شوي كمي او د ګاز طلب پورا كولو پحقله د شوو انتظاماتو په اړه تفصيلي بريفنګ وركرے شو۔ غونډه د راتلونكو څو مياشتو په خاص توګه په دسمبر او جنورۍ كښې د ګاز طلب او رسد كښې د فرق او په دې صورتحال قابو موندلو په اړه د ضروري اقداماتو په اړه خبر كړې شوه۔ وزيرِاعظم ته ووئيل شول د ځائي ګاز پېداوار كښې كمے او د ځائي او درآمد شوي ګاز بيعه كښې د فرق په سوب په راتلونكو څو مياشتو كښې د ګاز ضرورتونو په خاص توګه د كورنيو مصرف كوٶنكو ضرورتونو پورا كولو په اړه د ټولو صوبائي حكومتونو مرسته پكار وي ۔ غونډې ته ووئيل شول نوے پائپ غزولو سره به د 100۔150 اېم اېم سي اېف ډي ګاز سپلائي باوري كړې شي٬ په دې لړ كښې د رائټ آف وے په معامله د سندھ حكومت ته درخواست كولې شي دغسې چې زر تر زره پرې عملدرآمد وكړې شي۔ غونډې ته د وېنا په مهال وزيرِاعظم عمران خان امر وكړو د راتلونكو څو مياشتو په مهال د ګاز طلب او رسد كښې د فرق له مخې په اولس كښې د ګاز د ممكنه بچت پحقله خبرتيا لپاره بشپړه كمپائن وچلولئ