ډاكټر ثانيه نشتر د احساس ګورننس آبزرويټري پاليسۍ د پېشرفت جاج واخست

image

اسلام آباد 02 اكتوبر (اے پي پي) سماجي تحفظ او د غربت تخفيف لپاره د وزيراعظم خاص مرستيالې ډاكټر ثانيه نشتر د احساس ګورننس آبزرويټري پاليسۍ د پېشرفت جاج واخست٬ دا پاليسي كابينې په باضابطه توګه منظور كړې او تېر كال په نومبر كښې باقاعده اجراء شوي ٬ دا پاليسي د غربت تخفيف او سماجي تحفظ په ډويژن نافذ كېږي ٬ د دې په عملدرآمد اېجنسو كښې بي آئي اېس پي٬ پاكستان بېت المال، پاكستان پاورټي ايليويشن فنډ او ټرسټ فار والينټري آرګنائزېشن شاملې دي٬ د كرپشن حوصله شكني، د اولسي وسائلو استعمال په قواعدو اډانه كول٬ په نتيجو كښې سپېځلتيا او احتساب باوري كولو لپاره احساس پاليسۍ پخپلو 135 پروګرامونو او پاليسي اقداماتو كښې شاملې كړي ۔ د پي اے اېس اېس ډي د څلورو واړو عملدرآمد اېجنسو د پېشرفت جاج اخستو سره ډاكټر نشتر ووئيل د تېر يو كال راهسې په احساس ګورننس آوبزروېټري كار روان دے۔ په دې لړ كښې مونږ د تېر كال د پائې نه تر اوسه د شوي پېشرفت جاج اغستے ۔ دا پاليسي د رسك مېنجمنټ او انشورنس ، د رسك رجسټرز مېنټينس، د احتسابي افسرانو تقرري، غلطي، ټګۍ او د بدعنوانۍ فرېم وركرز٬ د آئي ټي سكيورټي ډيپارټمنټ، د مالياتي نظام مستحكمول٬ د پرچېزنګ نظام ، تر معلوماتو رسنه ، الېكټرانك فائلنګ، د ورك پلانز پرمختګ او د عمل وړ ډېټا سېټ جوړولو د لارې ايماندارۍ ته وده وركولو لپاره د ادارجاتي فرېم ورك هم تعين كوي۔ د دې نه علاوه صوابديدي اختيارات ختمول هم د دې پاليسۍ مقصد دے ۔ دې ووئېل په دې پاليسۍ كښې دا هم واضح كړې شوې چې د څلورو كالو ترپائې به د پي اے اېس اېس ډي شمېرو كښې سپېځلتيا باوري كولو لپاره د بلاك چين ټيكنالوجي د استعمالولو هڅه كوي۔ ګورننس آبزروېټري پاليسي د عملدرآمد او نګراني د آلے په توګه كار كوي د دې پاليسۍ نه پس پي اے اېس اېس ډي او د دې د ادارو د ګورننس په اصلاحاتو عملدرامد كښې د بهترۍ څرګندونه پېل شوې

مضمون کا ماخذ : bolão lotomania
متعلقہ مضامین
مزید خبریں