د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د وفاقي كابينې غونډې نه پس د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز مېډيا ته بريفنګ

image
APP30-06 ISLAMABAD: October 06 – Federal Minister for Information and Broadcasting Senator Shibli Faraz addressing a press conference at PID Media Centre. APP photo by Irshad Sheikh

اسلام آباد 06 اكتوبر(اے پي پي)وفاقي كابينې د حضرت امام حسېن(رض)د چهلم په موقع صوبائي حكومتونو او د وفاقي پايه تخت انتظاميې ته د پوځ او سول آرمډ فورسز معاونت وركولو٬ليګل اينډ جسټس اتهارټي جوړولو٬ د اليكټرانك سرټيفيكېشن ايكرېډټېشن كونسل ملازمانو په تنخاګانو كښې د بدلون په اړھ د وړاندې كړو تجويزونو منظوري وركړې ٬ دغسې د نړيوال ټېكس ټريټي په اړه د اقداماتو په حقله د ملټي ليټرل كنونشن توثيق كړے شوے ۔وفاقي كابينې د خوراك څښاك څيزونو ګرانېدو په حقله د تشويش څرګندونه كړی۔دغسې وزيراعظم د معمول بيعو نرخونه كمولو لپاره د سمدستي اقداماتو سپارښتنه كړی۔وفاقي كابينې د هېواد په مجموعي سياسي صورتحال هم غور كړے۔هند فيټف كښې پاكستان د ګرے څخه بليك لسټ ته وړل غوښتل٬اپوزېشن هم د فيټف قانون سازۍ په مخالف كولو د هندي موقف ملګرتيا كړې٬اپوزېشن او د هند بيانيه مماثلت لري٬د هېواد دښمنان چرې نه غواړي چې پاكستان مستحكم شي او پرمختګ وكړي۔د نهې په ورځ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د وفاقي كابينې غونډې نه پس مېډيا ته په بريفنګ كښې ووئيل وفاقي كابينې ته په معاشي اعشارو بريفنګ كښې وئېلي شوي د كال 2011 نه پس په وړومبي ځل تېرو دوو مياشتو راهسې د كرنټ اكاؤنټ خساره مثبت ده۔غونډې ته د ټرېډ بېلنس٬برآمدات او درآمدات په شمېره هم بريفنګ وركړے شو۔كابينې ته ووئيل شول په ترسيلات زر كښې مثبت رجحان رامخې ته شوے۔د اګست مياشت تر آخر د فارن ايكسچېنج پانګې 20 اربه ډالرې وې٬كابينې ته ووئيل شول د ټېكس راجمع كولو په لړ كښې مثبت رجحان رامخې ته دے ۔كابينې ته د غنمو٬پومبې٬ګني او د وريژو د تخم پېداوار د اندازو په اړه هم بريفنګ وركړے شو۔

مضمون کا ماخذ : کنگ کانگ روش
متعلقہ مضامین
مزید خبریں