اسلام آباد 09 اکتوبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر سره د جمعې په ورځ پاكستان كښې د مراكش سفير محمد کارمون ليدلي دى ۔ د ملاقات په مهال په دوه اړخيزه اړيكو او اسلامي نړۍ ته د رامخې ته چيلنجونو پشمول د شريكې خوښې سره سره په نورو چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ په دې موقع اسد قيصر ووئيل د پاکستان او مراکش ترمينځه اړيكې د مذهب، اخوت او كلتور په قوي بنيادونو اډاڼه دي او پاكستان مراكش سره خپلو اړيكو ته ډېر اهميت وركوي او د دوه اړخيزه اړيكو لا مستحكم كولو خواهشمند دے۔٬ د دواړو هيوادونو ترمينځه پارلماني رابطو ته ودي وركولو سره دوه اړخيزه اړيكې لا مستحكميدې شي۔ ده ووئيل په قامي اسمبلۍ كښې د پاك مراكش پارلماني دوستۍ ګروپ پارلماني روابط زىاتولو لپاره مناسب فورم ثابتيدې شي۔ ده ووئيل پاکستان كِي د سرمايه كارۍ بلها موقعې شته او د مراكش سرمايه كار دې څخه مستفيد كيدې شي