اسلام آباد 13 اکتوبر (اے پی پی)وفاقي كابينې د پخوانو صدرانو او وزيراعظمانو د خرڅونو او مراعاتو جاج اخستلو سپارښتنې سره پريكړه كړی چې پھ اړوند قوانين كښې د بدلونونو په نتيجه كښې به صدر او وزيراعظم ته د يو كېمپ افس ساتلو اجازه وي٬وفاقي كابينې د نوي ګاز ټرمينلز جوړولو او ګاز ترسيل لپاره د نوې پائپ لائن غزولو لپاره د رائيټ آف وے مسئلې حل كولو په حاجت زور راوړے او د اېن آئي ټي بي لا مستحكم كولو په اړه تجاويز اقتصادي رابطه كمېټۍ ته د لېږلو سپارښتنه كړی ۔د نهې په ورځ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز د وزيراعظم عمران خان پھ مشرۍ كښې د وفاقي كابينې غونډې نه پس مېډيا ته بريفنګ وركولو سره ووئيل كابينې د موټروے پیښې ملزم په نيولو د پنجاب حكومت او قانون نافذ كوونكو ادارو كاركردګي ستائېلې۔كابينې په دې خبره زور راوړېے چې دې ډول جرمونو مخ نيوي له دې قانون سازي لا موثره كړې شي۔د نوې ګاز ټرمينلز جوړولو او د ګاز ترسيل لپاره د نوې پائپ لائن غزولو لپاره به رائيټ آف دي وے مسئلې حل كولو كولې شي ۔كابينې ته په هېواد كښې د ژمي په موسم كښې د ګاز حاجتونو او موجوده ټرمينلز د كار استعداد او د نوي ټرمينل لګولو په حقله په پېشرفت بريفنګ هم وركړے شوے۔كابينې ته ووئيل شول د ګاز حاجت تر نظره ساتلو سره د نوې ټرمينلز په جوړولو كار روان دے دغسې د ګاز ترسيل لپاره د نوې پائپ لائن غزولو په حقله 17 كلوميټره اوږد رائيټ آف وے مسئله حل كولو له د سندھ حكومت ته خواست شوېے ۔دغسې كابينې پھ دې خبره هم زور راوړے چې دا مسئله زر تر زره حل كړئ دغسې چې د ګاز حاجت پوره كولو په حقله ضروري اقدامات باوري كړے شي۔كابينې ته د اي آفس او اي ګورننس په معامله په پېشرفت هم بريفنګ وركړے شوے۔ ده ووئېل اسلام اباد كښې د 43 سروسز لرونكي ماډل ايپليكېشن په اړه هم بريفنګ وركړے شوے او په غونډه كښې د نېشنل انفارمېشن ټېكنالوجي د بورډ په مالي او قانوني چارو هم غور وشو او په دې حقله د كابينې كمېټۍ سفارشات وړاندې كړے شول ۔اېن آئي بي چيئرمېن كابينې ته د ادارې په كاركردګۍ او په خاص توګه اي آفس او اي ګورننس پېشرفت په حقله هم بريفنګ وركړو۔د اطلاعات وزير تر مخه كابينې ته ووئيل شول سږ كال تر دسمبر ټول وزارتونه اي آفس ته د منتقل كولو هڅه كوو ٬وګړو ته په درشل حكومتي خذمات ورسولو لپاره له د ماډل په توګه سټي اېپ معرفي كړے شوے۔د اېن آئي ټي بي چيئرمېن كابينې ته د سباؤن په حقله په بېلو پروژو بريفنګ وركړو۔دغسې كابينې اېن آئي ټي بي لا مستحكمولو په حقله تجاويز اقتصادي رابطه كمېټۍ ته د لېږلو سپارښتنه وكړه۔ د اطلاعات وزير ووئېل كابينې ته د تجاويزات ختمولو په حقله په پېشرفت هم بريفنګ وركړے شو۔ دغسې كابينې د پاكستان انټرنېشنل آيئر لائنز كارپورېشن لمېټډ د بورډ ممبرز غوره كولو هم منظوري وركړه ٬ كابينې ته د روز ويلټ هوټل په مالي چارو په اړه بشپر بريفنګ وركړے شو۔كابينې ته ووئيل شول روز وېلټ هوټل پرله پسې مالي خسارې سره مخ ؤ او كه د حكومت د اړخه په وخت پريكړه نه وه شوې نو پاكستان د خپلې اثاثې څخه محرومېدو۔كابينې ته ووئيل شول د حكومت د اړخه د 100 ملين ډالره څخه زياته ادائيګي شوې٬كابينې د ايكسپورټ امپورټ بنك آف پاكستان ايكټ 2020 اصولي منظوري هم وركړه۔ دغسې كابينې د يوټيلټي سټورز كارپورېشن آف پاكستان بورډ آف ډائرېكټرز كښې د ډائرېكټر جنرل(نېشنل سوشو اكنامك رجسټري) د بېنظيرانكم سپورټ پروګرام د شموليت منظوري هم وركړې۔دې سره سره ظهير بېګ څوك چې آزاد ممبر ؤ د هغه د استعفٰی منظورولو منظوري هم وركړی شوه۔د اطلاعات وزير ووئېل كابينې ته د يوټېلټي سټورز په كاركردګۍ هم بريفنګ وركړے شوے۔د يوټېلټي سټور چيئرمېن ووئيل په يوټېلټي سټورز چيني يو كلو په 68 روپۍ وركړی كېږي دغسې نور بنيادي څيزونه هم د ماركيټ په مقابله كښې په ارزانه بيعه وركړی كېږي۔كابينې ته د ادارې د آټومېشن په حقله بريفنګ وركړے شو ٬ داسې ادارې كومې چې د كابينې د سپارښتنې له مخې خپلواكه ادارې جوړول مقصود دې يا د كومو چې د انضمام٬منتقل كولو٬ختمولو يا نجكارۍ په اړه پريكړه شوې د داسې ادارو لپاره د اضافي چارج په بنياد د مشرانو غوره كولو په حقله د تجويز منظوري وركړی شوه دغسې چې د كابينې په پريكړو عملدرآمد باوري كړے شي۔كابينې د بېنظرانكم سپورټ پروګرام د بورډ په حقله د غړو د تعليمي قابليت او تجربې مقررولو په حقله د تجويز منظوري وركړه۔كابينې په نائيجېريا كښې د بارانونو او سېلاب له امله د زيان ترمخه د پاكستان حكومت د اړخه د مرستې سامان لېږلو تجويز هم منظور كړے ۔د قانون سازۍ لپاره د كابينې كمېټۍ 12 مارچ 2020 او 1 اكتوبر 2020 كښې د شوو پريكړو توثيق هم وكړو۔د صدر او وزيراعظم كېمپ آفسسز په حقله د كابينې د پړيكړو په اړه ووئيل شول د كابينې د اړخه پريكړه شوې وه چې اړوند قوانين كښې د بدلون په نتيجه كښې به صدر او وزيراعظم له د يو كمېپ آفس ساتلو اجازه وي۔په دې حقله وزيراعظم سپارښتنه وكړه چې د كېمپ آفس خرڅونو حد دې مقرر كړے شي دغسې چې د اولس پيسې په صحيح ډول استعمال باوري شي۔كابينې سپارښتنه وكړه چې د پخوانو صدرانو او وزيراعظمانو د خرڅونو د مراعاتو جاج دې واخستلے شي۔په غونډه كښې د اقتصادي رابطه كمېټۍ د 7 اكتوبر 2020 د پريكړو توثيق هم وكړے شو ۔د يوې پوښتنې په ځواب د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز ووئيل په غونډه كښې د ضروري څيزونو په نرخونو كښې كمي لپاره په اقداماتو غور وشو او په ګرانۍ قابو موندلو له كوټلي اقدامات كېږي۔ده ووئيل په خېبرپښتونخوا كښې د بارانونو له امله د غنمو فصل ته زيان رسېدلې خو په هېواد كښې د حاجت له مخې د غنمو پانګې شته۔ده ووئيل د اپوزېشن په اولسي غونډو كوم فرق نه پريوځي٬د اپوزېشن په زياتره غړو د كرپشن مقدمې روانې دي٬د غلا شوې دولت او خپلو مشرانو بچ كولو لپاره ټول راجمع شوي۔ده ووئيل اپوزېشن مولانا فضل الرحمان استعمالوي۔ده ووئيل د نواز شريف بچي په لندن كښې دي او هغه غواړي چې اولس سړكونو ته راوځي۔ده ووئيل د كورونا په مهال د ټولې نړۍ معيشت ځپلے شوے او حكومت د هېواد د معيشت ښه والي لپاره كار كوي