اسلام آباد 14 اکتوبر (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي وفاقی حکومت د ضم شوو سيمو د تعطل نه غير رغونې او پرمختګ لپاره لوظي دے، د صوبو محاصل او آمدن په ضلعی كچه په سپيځلي او منصفانه ډول صوبو له وركول د رغونې او پرمختګ عمل لپاره ضروری دے۔ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري بيان له مخې ده د شورو په ورځ د دې خيالاتو څرګندونه پخپله مشرۍ كښې د خیبرپښتونخوا او په خاص توګه د ضم شوو سيمو او د پنجاب پرمختګ په اړه د اعلیٰ پائې غونډې مشرۍ كولو سره خپله وينا كښې وكړه۔په غونډه كښې وفاقی وزيرانو اسد عمر، چوهدری فواد حسین، عمر ایوب خان، د خزانې صلاحكار ډاكټر عبدالحفیظ شیخ، د خیبر پښتونخوا وزیرِ اعلیٰ محمود خان، د خیبرپښتونخوا د خزانې وزير تیمور سلیم جھګړا او نورو سینئر افسرانو ګډون وكړو۔د پنجاب وزیرِاعلیٰ سردار عثمان بزدار ، د پنجاب د خزانې وزیرِ مخدوم هاشم جوان بخت، د پنجاب چیف سیکرټری هم د ويډيو لنك د لارې غونډه كښې ګډون كولو۔په غونډه كښې په ضم شوو سيمو او د پنجاب پرمختيائي حاجتونو او صوبائي مالیاتی ایوارډ په معامله په تفصیل سره خبرې وشوي۔ وزیرِاعظم عمران خان غونډې ته ووئيل وفاقی حکومت د ضم شوو سيمو د تعطل نه غير تعمیر او پرمختګ لپاره لوظي دے۔ وزیرِاعظم د ضم شوو سيمو لپاره ټول ضروری مالی وسائل وركولو له د عزم پخلے هم وكړو۔ وزیرِاعظم د صوبائی مالیاتی ایوارډ په حاجت زور راوړلو سره ووئيل د صوبو محاصل او آمدن په ضلعی كچه په سپيځلې ډول صوبو له يو برابر وركول د تعمیر او پرمختګ عمل له ضروری دے۔ وزیرِ اعظم ووئيل تيرو حكومتونو كښې د وسائلو لويه برخه سیاسی ترجیحات تر مخه يواځې تر يو څو سيمو محدود كړې شوې ؤه چې ورسره پسماندہ سيمو كښې د تعمیر او پرمختګ عمل ځپلے شوے او په دغه سيمو كښې په اولس كښې احساسِ محرومی راپيدا شوې ۔ وزیرِ اعظم ووئيل په صوبائی كچه ضلعو كښې مالی وسائل په منصفانه ډول وركول د حکومت ترجیحات دي۔ وزیرِاعظم په صوبائی حکومتو زور راوړو چې د محصولات په اړه ضلعي او د ځائې حکومتونو خپلواكه كولو ته دې پام لرنه وكړې شي دغسې چې د دغې سيمو څخه ترلاسه وسائل د دغې سيمو په رغونه او پرمختګ وكارولے شي۔ په غونډه كښې د پنجاب او خیبر پښتونخوا صوبې له د واجب الادا نیټ هائیډل پرافټس په معامله هم غور وشو او د دې معاملې حل كولو لپاره ورکنګ ګروپ جوړ كړے شو دغسې چې دا معامله په ښه ډول حل کړې شي۔ وزیراعظم صوبائی مالیاتی ایوارډ او نیټ هائیډل پرافټس چارې تر سره کولو په اړه د منصوبه بندۍ وزارتِ هڅې وستائلې