پېښور 15 اکتوبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزيراعلي محمود خان د شمالي وزيرستان په رزمك سيمه كښې په پوځي قافله د بريد غندنه كړې۔ د غندنې خپل بيان كښې محمود خان ووئيل په امنيتي ځواكونو بريدونه كول غېر انساني فعل دے چې د دې څومره غندنه وشي كمه ده۔ ده ووئيل اړوند چارواكي دې په پېښه كښې ككړ كسان انصاف سره مخ كړي۔ محمود خان په دې موقع ځپلو كورنيو سره د يوالي څرګندونه كولو سره ووئيل هېواد او د قام تحفظ لپاره د پاك پوځ قربانۍ لازواله دي كومې چې به تل ياد ساتلې شي۔ محمود خان د شهيدانو لوړو درجو او د ژوبل شوو زر روغتيا لپاره دعا هم وكړه