پاکستان تر قيامته پاتې كېدونكې هېواد دې٬ مونږ له به خپل درست سمت متعين كول وي۔ پير نورالحق قادري

image
APP38-16 ISLAMABAD: October 16 - Federal Minister for Religious Affairs and Inter-faith Harmony, Noor-ul-Haq Qadri, launching book " Deen e Islam Aik Makamal Nizam E Hayyat, Qaid-e- Azam ka Tasawoor e Pakistan, Jadeed Islami Falahi Riyasat ka Qayam" writing by Dr. M. Akram Sheikh at COMSTECH Auditorium. APP photo by Saleem Rana

اسلام آباد 16 اکتوبر (اے پي پي) د مذهبي چارو وفاقي وزير پير نور الحق قادري وئيلي دي چې پاکستان تر قيامته پاتې كېدونكې هېواد دې٬ منطقه كښې پرله پسې د بدلون رجحان دې٬ مونږ له به خپل درست سمت متعين كول وي٬ د ګرانۍ به هم ان شآء الله څه نه څه حل رواځي۔ وفاقي وزير دا خبرې د جمعې په ورځ د ډاكټر محمد اکرم شېخ د کتاب “دين اسلام ايک مکمل نظام حيات٬ د قائد اعظم د پاكستان تصور٬ جديد اسلامي فلاح رياست کا قيام” د مخ كتنې دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔نور الحق قادري ووئيل ځينې خلق دا خيال لري چې قائداعظم پاکستان په سېکولر بنياد جوړول غوښتل٬ كه ھغه پاكستان سېكولر هېواد جوړول غوښتل نو ھغه به كانګرېس پرېښودو سره مسلم ليګ نه جائن كولو۔ ده ووئيل د علامه اقبال د اسلام او پاکستان په اړه سوچ واضح دې٬ د هند وېش په وخت په 40 كروړه آبادۍ كښې لس كروړه مسلمانان وو۔ ده ووئيل قائداعظم دا خيال ٶ چې مسلمانانو ته به په آزادۍ سره د عمل اجازه نه وي٬ نن د مودي هند دا ثابت كړې ده چې د قائداعظم سياسي او فكري سوچ سم ٶ

مضمون کا ماخذ : میگا سینا پریمیو
متعلقہ مضامین
مزید خبریں