اسلام آباد 22 اکتوبر (اے پی پی) د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د هاوسنګ، تعمیرات او ډویلپمنټ قامی رابطه کمېټۍ غونډه د زيارت په ورځ وشوه۔ په غونډه كښې وزیراعظم له د اسټيټ بېنك ګورنر د اړخه غریبانانو او متوسطه طبقو له په آسانو قسطونو د قرض وركولو په بابله بریفنګ وركړے شو ۔نېشنل بېنك ، الائیډ بېنك ، میزان بېنك، الحبیب ببنك ، حبېب بېنك او بینك آف پنجاب مشرانو وزیراعظم د نوي پاکستان هاؤسنګ پروګرام ترمخه د قرض وركولو په اړه خبر كړو۔غونډې ته ووئيل شول د قرض ترلاسه كولو عمل آسان كړے شوے او په دې لړ كښې برانچز كښې جلا ډېسك جوړ شوي۔ د پرائیویټ بینکس، اسلامي او روایتی بینکارې دواړو ترمخه قرض وركړے كيږي۔د بینکونو مشرانو حکومت له د تعمیرات سیکټر ودې او غریبانانو له د خپل كور جوړولو لپاره په آسانه قرض وركولو په بابله د هر ممكنه مرستې باور وركړو۔دوي د وزیراعظم او حکومتی معاشی ډلې لخوا د کورونا وبا ترمخه د کاروباریانو پشمول بینکونو لپاره د كړو اقداماتو ستائنه وكړه ۔غونډه خبر كړې شوه چې د قرض وركولو عمل په لږه موده تر سره كولو له د ټیکنالوجۍ استعمال باوري كړے كيږي دغسې چې د قرض اخستونكو كسانو کوائف زر تر زره تصدیق شي۔وزیراعظم خبر كړے شو چې نور پرائیویټ بینكونه هم د قرض وركړه پيل كوي۔وزیراعظم تاکید وكړو چې غریبانو له د بېنكونو څخه قرض ترلاسه كولو په مهال هر ډول آسانی وركړئ او په خاص توګه د هغوي د عزت نفس خيال وساتئ۔ د پنجاب چیف سیکرټری غونډې ته ووئيل تعمیرات او بلډرز لپاره آن لائن پورټل جاري كولې شي او دې لپاره تر اوسه 6994 درخواستونه ترلاسه شوي او په دې كښې 54 فیصده منظور كړے شوي۔غونډه خبر كړې شوه اړوندې ادارې به هم د آن لائن پورټل د لارې تړلې شي دغسې چې د منظورۍ عمل كښې تاخیر نه وي۔ وزیراعظم ووئيل ټولې صوبې دې آن لائن پورټل استعمال کړې دغسې چې د منظورۍ عمل په بشپړه ډول سپيځلے كړے شي