په 24 ساعتو كښې 2,775 نوي کېسونه رامخې ته شول ، 59 كسان مړه شول

image

اسلام آباد ۔ 26 جون (اے پی پی) د اسلام آباد سرکاری روغتونونو كښې د 189 آکسیجن بېډز زيات كړے شوي۔ د تېرو 24 ساعتو په مهال ګرد هېواد كښې د 2 زره 775 وګړو د كورونا ټېسټونه مثبت راغلل۔ په دې مهال 59 نور كسان د دې وبا د لاسه په حق ورسېدل۔ د نېشنل کمانډ اېنډ آپرېشن سنټر (اېن سی او سی) له مخې د تېرو 24 ساعتو په مهال ګرد هېواد كښې 21 زره 41 ټېسټونه وكړے شول۔ تر دې دمه دې وبا څخه 84 زره 168 كسان جوړ شوي دي ۔ ګرد هېواد كښې د کووېډ۔19 رنځورانو لپاره 1 زر 562 وېنټیلېټر شته كومو كښې چې دا مهال 491 وېنټیلېټر كارولے شي۔ دا مهال ګرد هېواد كښې د کووېډ۔19 اېکټو کېسونو شمېره 1 لک 7 زره 615 او د ځپليو مجموعي شمېره 1 لک 95 زره 745 ده كومو كښې چی د آزاد کشمیر 962، بلوچستان 9 زره 946، ګلګت بلتستان 1 زر 398 ، اسلام آباد 11 زره 981 ، د خېبرپختونخوا 24 زره 303، پنجاب 71 زره 987 او د سندھ 75 زره 168 رنځوران شامل دي۔ تر دې دمه د دې وبا د لاسه 3 زره 962 كسان مړه شوي كومو كښې چې 1 زر 178 پنجاب ٬ 1 زر 629 په سنده ٬ خېبرپختونخوا كښې 879، اسلام آباد 119، د بلوچستان 109، ګلګت بلتستان كښې 23 او آزاد کشمیر 25 كسان شامل دي۔ تر دې دمه د كورونا وائرس 11 لکه 93 زره 17 ټېسټونه شوي۔ ګرد هېواد كښې په 768 روغتونونو كښې د 4 زره 978 كورونا رنځورانو درملنې روانې دي

مضمون کا ماخذ : جیتنے والی لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں