اسلام آباد 30 جون (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي د مائنس ون خبره ځكه كوي چې دوي غواړي عمران خان لاړ شي او زمونږ كرپشن به بچ شي ‘ كه زه مائنس هم شوم نو بيا هم نه شي بچ كيدلے ‘ كرسۍ تلونكې راتلونكې ده ‘ ما چرې هم نه دې وئيلي چې زه پوره يم خو تر څو چې مونږ په خپله نظریه او اصول ولاړ يو څوك هم زمونږ څه نه شي كولے ‘ د هيواد تشخص ته چې څومره زيان د پاكستان لیډر شپ رسولے دومره دښمن نه دے ‘ د كراچۍ سټاك ایكسچینج بريد هند كړے ‘ زمونږ ایجنسۍ هائی الرټ دي٬ په دغه وجه څلور لوئې پيښې ناكامه كړې شوي،د يوې جذبې تر مخه بجټ منظوریدو كښې په برخه اخستو د ګوند غړو او د اتحادیانو مننه كوم، د روان مالی كال بجټ په سختو حالاتو كښې جوړ شوے٬ په دې زه د ټولې ډلې مننه كوم او هغوي ته پيرزوئنې وړاندې كوم۔ د نهې په ورځ قامی اسمبلۍ كښې د بجټ په بشپړيدو وزيراعظم عمران خان د ګوند غړو او د اتحادیانو مننه كولو سره ووئيل تاسو د يوې جذبېتر مخه بجټ منظوریدو كښې برخه اخستي۔ بجټ څخه يوه شپه وړاندې ټی وی شوز كښې داسې ښكاريده چې څه هم كيدے شي او دا د حكومت آخری ورځ ده۔ وزیراعظم ووئيل د ميرمنو غړو هم مننه كوم كومو چې د ایوان كارروائی كښې بشپړه برخه اخستي۔ ما ته د ګوند چیف وهپ عامرډوګر د ميرمنو غړو كاركردګۍ په اړه وئيلي دي ، زه د اقلیتی غړو هم مننه كوم۔ وزیراعظم ووئيل زه به د خپل خطاب په پيل كښې د پاكستان د هغه اتلانو د قربانیو اعتراف وكړم كومو چې تيره ورځ كراچۍ كښې د خپلو ځانونو په قرباني وركولو د پاكستان عدم استحكام ښكار كوونكو منصوبه شنډه كړې، سب انسپكټرشاهد شهید، د سټاك ایكسچینج محافظانو افتخار، خدایار حسن علی لوئې قرباني وركړې۔ده ووئېل په دې اورېدو دړديدلے يم چې د حسن علی خور د ورور د شهادت په اوريدلو د زړه دورې له امله په حق رسېدلې ده۔ وزیراعظم ووئيل زمونږ امنيتي اهلكارو قربانۍ وركولو سره هيواد د لوئې پيښې څخه بچ كړے، هند پاكستان عدم استحكام سره مخ كولو لپاره يوه لويه منصوبه جوړه كړې وه،ترهه ګرو لويه وسله راوړلې وه، دا د ممبئی په طرز بريد ؤ كوم كښې چې هغوي د بې ګناه وګړو وژلو سره پاكستان عدم استحكام او د بې یقینۍ ښكار كول غوښتل۔ وزیراعظم ووئيل دا بريد هند كړے، پاكستان امنيتي ادارې هائې الرټ دي او د تيرو دوه مياشتو په مهال كابینه كښې هم د هيواد سلامتیا په صورتحال خبرې شوي، زمونږ امنيتي ادارې چمتو دي او د لوي څښتن شكر كوم چې بريد ناكامه شوے ځكه چې پرمختګ كونكې هيوادونه د چمتو والي باوجود دا ډول بريد نه شي ناكامه كولے ٬ دا زمونږ يوه لويه كامیابی ده او زه په دې د پاكستان امنيتي او استخباراتي ادارو ته پيرزوئنې وړاندې كوم۔ وزیراعظم عمران خان ووئېل د روان مالی كال بجټ په سختو حالاتو كښې جوړ شوے، وباء څخه وړاندې 4900 اربه روپۍ محصولات پلو روان وؤ، وړومبنو 9 مياشتو كښې محصولات 17 فیصده زيات شوي وو، خو د كورونا په وجه خنډان رامخې ته شول ۔ وزیراعظم ووئيل د لاك ډاون په وجه د ټولې نړۍ په معیشتونو اثرات مرتب شوي، پاكستان هم د كورونا له امله ځپلے شوے او مونږ په دې مهال د ټیكس محصولات كښې نزدې يو ټریلین شارټ فال سره مخ شوې يو ، د لاك ډاون په وجه د معیشتونو د صورتحال اوس هم سمه اندازه نه شي لكيډلې