نېشنل کمانډ اېنډ آپرېشن سنټر په څاروو منډيانو كښې د معياري آپرېټنګ تګلارې او په احتياطي تدابير د عمل باوري كولو سپارښتنه وكړه

image

اسلام آباد ۔ 15 جولائی (اے پی پی)نېشنل کمانډ اېنډ آپرېشن سنټر (این سی او سی) صوبو او نورو شراكتدارانو ته سپارښتنه كړې چې هغوي د څاروو منډيانو كښې د معياري آپرېټنګ تګلارې او په احتياطي تدبيرونو عمل كول باوري كړي دغسې چې د كورونا وائرس خپرېدو مخ نيوے وكړے شي۔ د منصوبه بندۍ وفاقي وزير اسد عمر په مشرۍ كښې د اېن سي او سي غونډه كښې د ماډل خاروو منډیانو او په اېس او پيز د عملدرآمد په اړوندو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ غونډې ته خپل خطاب كښې وفاقي وزير اسد عمر د څاروو منډيانو كښې د كورونا وائرس خپرېدو ممكنه خطرې كمولو لپاره په اېس او پيز عملدرآمد له د سختې انتظاميې كارروائۍ په حاجت زور راوړو۔ د څاروؤ منډيانو ته د ماسك نه غېر دې چاته د ننوتلو اجازه ورنه كړے شي او پوليس دې دا په سختۍ سره عملي كړي۔ خلقو ته ماسك وركولو له دې د څاروؤ منډيانو په داخلي لارو هم اسټال ولګولے شي۔ د سندھ چيف سېكرټري غونډې ته ووئيل د لوي اختر او محرم په مهال د وباﺀ خپرېدو په خطر قابو موندل يو لوي چېلنج دے ۔ ضلعي او ډويژنل انتظاميې ته په اېس او پيز عملدرآمد له د تګلارې وضعه كولو وئيلي شوي۔ په هدايات سختۍ سره عملدرآمد كولے شي۔ د بلوچستان چيف سېكرټري غونډې ته ووئيل كوئټه كښې د څاروؤ نزدې 20 منډيانې دي او د صوبې په بېلو ښارونو كښې 3ـ5 مارکیټونه جوړ كړې شوي۔ ده ووئيل كوئټه كښې د څاروؤ منډيانې جوړې كړې شوي او په اېس او پيز د عمل ډاډګيرنې له د اولس ترمينځه 20 زره ماسكونه وېشلے شوي ۔ د پنجاب چيف سېكرټري فورم ته ووئيل 15 نه تر 25 جولائی به صوبه كښې نزدې د څاروؤ 303 منډيانې جوړې كړې شي۔ د دې وخت به سهار 9 بجو نه تر ماښام 6 بجو وي۔ دغسې خېبرپختونخوا چيف سېكرټري ووئيل صوبه كښې به د څاروؤ 191 منډيانې جوړولې شي او كوم وګړے به د ماسك نه غېر منډۍ ته نشي تللے۔ د آزاد جموں وکشمیر (اے جے کے) چيف سېكرټري فورم ته بريفنګ كښې ووئيل اے جے کے كښې د څاروؤ منډيانو شمېره 21 څخه 47 كړې شوې

مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ کے نتائج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں