خارجه وزیر مخدوم شاه محمود قریشی په دوه ورځنۍ سركاری دوره چين ته ورسيد

image

اسلام آباد 20 اګست (اے پی پی) د بهرنيو چارو وزير مخدوم شاه محمود قریشی په دوه ورځنۍ سركاری دوره د زيارت په ورځ چین ته رسيدلے دې ۔ د حنان په هوائي ميدان په چين كښې د باكستان سفير معين الحق٬ د چين د خارجه وزارت اعليٰ چارواكو او د سفرتخانې افسرانو د خارجه وزير او د هغه د پلاوي هركلې وكړ ۔ خارجه وزير به چین كښې د چینائي قیادت سره ملاقاتونه كوي۔ خارجه وزير به چين كښې كيدونكو ”د پاك چین اسټریټیجكي خبرو اترو ” په دويم پړاؤ كښې ګډون او د پاكستانی پلاوي مشري كوي دغسې د چین پلاوي مشري به د چين خارجه وزير وانګ ژی كوي۔سيمه ايزې سلامتيا او دوه اړخيزه اړيكو لا مستحكمولو په اړه د خارجه وزير دې دورې ته خاص اهميت وركړے كيږي

مضمون کا ماخذ : مایا کا عروج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں