د كورونا وائرس وباﺀ په حقله د حزب اختلاف مشر كمپائن د اولس ګمراه كولو هڅه وه اپوزيشن د بلېك مېلنګ د لارې د كرپشن او مني لانډرنګ مقدمو نه خلاصې غواړي۔ سېنېټر فېصل جاوېد

image

اسلام آباد ۔ 24 اګست (اے پی پی) د سېنېټ د اطلاعات او خپرونو كمېټۍ چيئرمېن سېنېټر فېصل جاوېد وئيلي دي اپوزیشن خپل كرپشن او مني لانډرنګ بچ كولو له د اولنې ورځې نه د حكومت بلېك مېل كولو هڅې كوي۔ د ګل په ورځ جاري بيان كښې سېنېټر فېصل جاوېد ووئيل د كورونا وبا په حقله د حزب اختلاف ډلې ټول كمپائن د اولس د ګمراه كولو هڅه وه۔ ده ووئيل مخالفه ډله اوس په اېف اے ټی اېف قانون هم بېل مېلنګ كوي كوم چې د بې وزله اولس لپاره دے ۔ دوي د بلېك مېلنګ د لارې د خپل كرپشن او مني لانډرنګ نه خلاصې غواړي۔ ده ووئيل حزب اختلاف چې څنګه د مشرف سره اېن آر او كولو باندې مقدمو نه خلاصې موندلے دغسې مونږ سره هم اېن آر او كول غواړي۔ ده ووئيل مخالفه ډله به راتلونكو ورځو كښې د بلېك مېلنګ يوه بله لاره كاروي۔ د دې ټول بلېك مېلنګ په شا د اېن آر آو مطالبه ده كومه به چې وزيراعظم عمران خان كله هم ورنه كړي

مضمون کا ماخذ : تھنڈرسٹرک II