په نظام كښې بهترۍ لپاره دې هر ډول ممكنه هڅه وكړې شي او په دې لړ كښې د اولس ګټې له پرېكړو كولو سره په ھغې عملدرآمد وكړے شي۔ د وزیراعظم عمران خان د حکومت سبسډیز نظام منظم او موثره كولو په اړه غونډې ته وېنا

image

اسلام آباد 02 ستمبر (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي د سبسډيز نظام منظم او موثره كولو ته خاص حكومت پام لرنه كوي٬ دغسې چې د سركاري خزانې څخه وركړے كېدونكې مرسته نه يوازې مستحقينو ته ورسولې شي بلكې دې څخه مطلوبه نتيجې هم ترلاسه شي، په نظام كښې بهترۍ لپاره دې هر ډول ممكنه هڅه وكړې شي دغسې چې په دې لړ كښې د اولس په ګټه پرېكړو كولو سره په ھغې عملدرآمد وكړے شي۔ وزیراعظم عمران خان دا خبرې د حکومت سبسډیز نظام منظم او موثره كولو په اړه د غونډې مشري كولو په مهال وكړې۔ په غونډه كښې د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز٬ وفاقي وزير محمد حماد اظهر٬ ډاکټر عبدالحفیظ شیخ، ډاکټر عشرت حسېن، ډاکټر شهباز ګل، ډاکټر ثانیه نشتر، د خزانې سېكرټري نوید کامران، د خزانې پخوانې سېكرتري ډاکټر وقار مسعود او نورو لوړو پورو ګډون وكړو۔ د خزانې پخواني وزير شوکت ترین، د حبيب بېنك چیئرمېن سلطان علی الانه، عارف حبیب او ډاکټر اعجاز نبي هم د وېډېو لنك د لارې په غونده كښې ګډون كولو ۔ د وزیراعظم آفس ميډيا ونګ له مخې وزیراعظم ته د حكومت لخوا په بېلا بېلو څانګو كښې بالواسطه او د بلا واسطه وركړې كېدونكې سبسډیز، د سبسډیز په مد كښې په كېدونكو خرڅونو، د سبسډيز په موجودہ نظام كښې خرابۍ او د سبسډي نظام لا منظم كولو په اړه د جوړ كړي تھنك ټېنك لخوا تر اوسه په شوي پېشرفت تفصيلي بريفنګ وركړے شو۔ وزیراعظم غونډې ته خپله وېنا كښې ووئيل په بېلا بېلو څانګو كښې د سبسډيز په مد كښې حكومت هر كال د اربونو كهربونو بوجه برداشت كوي۔ ده ووئيل د حکومت وړومبنۍ ترجيح ده چې د سبسډيز نظام منظم او موثره كړې شي دغسې چې د سركاري خزانې څخه وركړې كېدونكې مرسته نه يوازې مستحقينو ته ورسولې شي بلكې دې څخه مطلوبه نتيجې ترلاسه شي۔ وزیراعظم ووئيل د سبسډي نظام په اړه حكومتي ترجيحات زيات واضح دي چې پكښې د بې وسه كسانو معاونت٬ سماجي او معاشي پرمختګ، لرې پرتې سيمې او طبقې د هېواد د نورو برخو سره برابرول ٬ كوچنۍ او د مېنځنۍ درجې كاروبار سره مرسته كول، د تعمیرات او زرعي څانګې وده ده۔ وزیراعظم امر وكړو چې د سبسډيز نظام ښه كولو لپاره هر ممكنه هڅې وكړئ دغسې چې په دې لړ كښې د اولس په ګټه پرېكړو كولو سره په ھغې عملدرآمد باوري كړے شي

مضمون کا ماخذ : loterias da caixa
متعلقہ مضامین
مزید خبریں