د توان وفاقي وزير عمر ايوب په احكاماتو په جوګي موهړه كښې د ګاز د رسنې په پروژه كار روان دے

image

هري پور 05 ستمبر (اے پي پي) د توان٬پیټروليم او قدرتي وسيلو وفاقي وزير عمر ايوب خان په خاص احكاماتو د يو كروړ 30 لكه روپو د فنډ څخه په جوګي موهړه كښې د ګاز د رسنې په پروژه كار روان دے۔ د وفاقي وزير كوآرډينېټر ساجد خان د سوئي نادرن ګاز اړوند افسرانو سره ياده شوې سيمې دوره كولو سره د روان كار جاج واخست او ټهيكدار ته يې خوره وره آبادۍ كښې هم د پروژې زر بشپړولو په اړه هدايات جاري كړل۔ پھ دې موقع د سيمې اوسېدونكي نذير حسېن شاه٬سيد مهتاب شاه٬فدا حسېن شاه٬حاجي عبدالسلام٬دوست محمد او محمد اقبال پمشول نور ځايي كسان ګڼ شمېركښې موجود وو چا چې د ګاز رسنې په پروژه اولسي مشر عمر ايوب خان ته پیرزوينې وړاندې كړې

مضمون کا ماخذ : فنکی پھل
متعلقہ مضامین
مزید خبریں