اېډمرل ظفر محمود عباسي بحريه يونيورسټي ميډيكل اېنډ ډېنټل كالج كراچۍ كښې د هېلت سائنس كمپلېكس د بنياد تيګه كېښوده

image

اسلام آباد 23 ستمبر (اے پي پي) د نېوي مشر اېډمرل ظفر محمود عباسي بحريه يونيورسټي ميډيكل اېنډ ډېنټل كالج كراچۍ كښې د هېلت سائنس كمپلېكس د بنياد تيګه اېښودې ده ۔ د پاك بحريه وياند له مخې دستورې ته په راتګ د بحريه پوهنتون رېكټر وائس اېډمرل کليم شوکت د نېول چيف هركلے وكړو۔ په دې موقع د نېوي چيف ته د بريفنګ په مهال ووئيل شول دا هېلت سائنس كمپلېكس به ډينټل کالج اېنډ هاسپټل، نرسنګ کالج اېنډ ميډيکل ټريننګ سکول او په الائيډ هېلت سائنسز اېنډ کالج آف فزيکل تھيراپي مشتمل وي٬ او دا به په دريو پړاٶنو كښې بشپړېږي٬ په لومړي پړاٶ كښې به بحريه يونيورسټي ډېنټل کالج جوړېږي كوم چې به د ډېنټل کئير اينډ ريسرچ څانګه كښې د قدر وړ بهتري راولي او دغسې بحريه يونيورسټي هېلت سائنس كمپلېس به د هېواد د طبي څانګې پرمختګ له معاون ثابت شي

مضمون کا ماخذ : ہیوگو 2
متعلقہ مضامین
مزید خبریں