کشمير زمونږ د وجود برخه ده٬ د كشمير مسئله په رامخې ته كولو كښې به بې غوري نه كوٶ۔ د اسد قيصر د كشمير آرفن ريليف ټرسټ 15مې كلنې دستورې ته وېنا

image

اسلام آباد 09 اکتوبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر وئيلي دي كشمير زمونږ د وجود برخه ده او د دې نه غير مونږ نيمګړې يو، مونږ كشمير كله هم نه دې هير كړے٬ د كشمير مسئلې لپاره په نړيواله كچه جنګ كوٶ او د نړۍ ټولو رياستونو كښې د كشمير مقدمې لپاره پارلماني پلاوي مو ليږلي دى ٬ د كشمير مسئله په رامخې ته كولو كښې به بې غوري نه كوٶ او د دې مقصد ترلاسه كولو لپاره به ټول وسائل پكار راولوٶ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده مير پور آزاد كشمير كښې فلاحي ادارې د آرفن ريليف ټرست 15مې كلنې دستورې ته د خاص ميلمه په حيث وېنا كښې وكړه۔ اسد قيصر ووئيل د كشمير كشاله زمونږ د حكومت په ترجيحاتو كښې شامل ده ’ د حريت مشرانو وړاندېزونو سره به په مخ په وړاندې ځوٶ٬ د پاكستان حکومت په مقبوضه كشمير كښې د هند لخوا ظلمونه او د كشميريانو بنيادي حقونه سلب كول ګردې نړۍ ته په ډاګه كوي۔ ده ووئيل ګرده نړۍ كښې چې څومره هم كنفرنسونه شوي ھغه كه د سپيكرز كنفرنس وي يا نور د كشمير په مسئلو مو كوټلې موقف اختيار كړے او عمر له مو د كشمير مسئله پخپلو ترجيحاتو كښې ساتلې۔ په دې موقع سپيكر د چوهدري محمد اختر انسانيت لپاره د خدماتو ستائنه كولو سره ووئيل هر كار چې په مينه او خلوس سره وشي نو په ھغې كښې كاميابي وي۔ ده ووئيل وفاقي حكومت د بې سهارا او ضرورت مندو ښيګړې ته خاص پاملرنه كوي او دې مقصد لپاره په ترجيحي بنيادونو اقدامات كوي۔ سپيكر اسد قيصر د بې سهارا او ضرورت مندو د حقونو تحفظ لپاره په قانون سازۍ كښې د خپلي هر ډول ممكنه مرستې باور وركړو۔ د دې نه وړاندې سپيکر اسد قيصر د سپورټس اکيډمۍ پرانسته وكړه او په كورټ كښې د سپورټ هلو ځلو كاميابۍ لپاره ئې دعا وكړه۔ دستورې ته د آزاد كشمير پخواني وزيراعظم سردار عتيق احمد خان،د کشمير آرفن ريليف ټرسټ کے باني چيئرمين چوهدري محمد اختر،حريت لارښود الطاف احمد بټ، چوهدري عابد،د لاهور قلندر فواد رانا هم وېنا وكړه۔(GUL/ZIA/1813

مضمون کا ماخذ : جیتنے والی لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں