ډېووس 22 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان سره د نړيوال اقتصادي فورم په موقع د ګلوبل واكسين الائنس چيف اېګزېكټو افسر سيټھ برکلے ليدلي دي ۔ په دې موقع سمندر پورې پاكستانيانو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال سيد ذوالفقار عباس بخاري او د سرمايه کارۍ عمومي سفير علي جهانګير صديقي هم موجود وٶ۔ وزيراعظم عمران خان چيف اېګزېكټو آفسر پاکستان كښې د صحت څانګې ښه والي لپاره د حكومتي اصلاحاتې پاليسو په اړه خبر كړو۔ وزيراعظم د ګلوبل واكسين لخوا په رنځ د اخته او د درملنې جوګه ماشومانو لپاره په مرسته كولو د هغوي ستائنه وكړه۔ ده ووئيل پاكستان د معمول څاڅكو وركولو سره سره د معيادي تبې د مخ خيوي په واكسين وركولو د نړۍ وړومبنې هېواد دے ۔ وزيراعظم هغه هېواد كښې د پوليو خاتمې او د حفاظتي ټېكو هدف سر كولو لپاره د حكومت د هلو ځلو نه خبر كړٶ۔ ده ووئيل حكومت د معمول ټيكو پروګرام لپاره د مالي اعانت طريقه كار وضع كوي۔ د ګلوبل واكسين الائنس چيف ايګزيکټو آفسر سيټھ برکلے د حكومت لخوا د شوو اقداماتو اعتراف وكړو او د خپلې ادارې د بشپړه مرستې او ملاتړ ئ باور وركړٶ