د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني به د پلاوي سره د بحرين ته ځي

image

اسلام آباد 17 فروري(اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني به د خپل پلاوي سره د فرورۍ 19مې نېټې نه تر 21 د بحرين سركاري دوره كوي ٬ ده له بلنه د بحرين شوری كونسل مشر وركړی۔د سېنېټ سېكرټرېټ له مخې د سېنېټ چيئرمېن نزدې ً 14 مياشتې پس د كوم هم هېواد دا سركاري دوره كوي۔د سېنېټ چيئرمېن د تېر يو كال راهسې كوم هم غېر ملكي دوره نه ده كړی۔د سېنېټ چيئرمېن په آخري ځل د 18 نه تر 22 دسمبر كال 2018 په مهال د سعودي عرب دوره كړې وه۔د بحرين دورې مقصد پارليماني مرستې او شريكو روابطو ته وده وركول دي۔د سېنېټ چيئرمېن ووئيلد بهر نه تللو مقصد په قامي خزانې بوج كمول دي۔د دې دورې بلنه د بحرين شورې كونسل چيئرمېن راكړی او په دې كښې به په سېنېټ بوج نه پريوځي۔د بحرين دوره كښې به سناتوران عابد عظيم٬كلثوم پروين٬منظور كاكړ٬حافظ عبدالكريم٬كيشوبائي٬مرزا محمد آفريدي او فدا محمد شامل دي

مضمون کا ماخذ : números dupla sena
متعلقہ مضامین
مزید خبریں