خارجه وزير شاه محمود قريشي په دوحه كښې د الجزيره مېډيا نېټ ورك د هېډكوارټرز دوره وكړه

image

دوحه 29 فروری (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قريشي د خالي په ورځ په دوحه كښې د الجزيره مېډيا نېټ ورك د هېډكوارټرز دوره وكړه. خارجه وزير په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو څخه د سرغړونو په اړه د الجزيره د بې طرفه راپورونو ستائنه وكړه. خارجه وزير د الجزيره انتظاميې سره ملاقات هم وكړو. خارجه وزير په دې موقع په خپلو خبرو كښې ووئيل چې الجزيره د نړې د مېډيا په مهمو ادارو كښې شمېرل كېږي او د دې د راپورونو معيارات د ستائنې وړ دي.ده ووئيل چې الجزيره په مقبوضه كشمير او هند كښې په مسلمانانو د ظلمونو حقيقي صورتحال په ډاګه كولو كښې مهم كردار ترسره كړے. د الجزيره انتظاميې خارجه وزير ته د خپلې پالېسې او كاركردګۍ په اړه بريفنګ وركړو.

مضمون کا ماخذ : پاکستان لاٹری نمبر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں