د چين او ايران پشمول د کرونا وائرس ځپليو هېوادونو څخه پاكستان ته راستنېدونكو مسافرو لپاره اسلام آباد كښې د 300 كټونو جديد قرنطينه مركز جوړ كړې شو

image

اسلام آباد 03 مارچ (اے پي پي) نېشنل ډيزاسټر مينجمنټ اتھارټۍ (اېن ډي اېم اے) د چين او ايران پشمول د کرونا وائرس ځپليو نورو هېوادونو څخه پاكستان ته د راستنېدونكو مسافرو لپاره اسلام آباد كښې د 300 كټونو جديد كيورنټائن (قرنطينه) مركز جوړ كړې شوې ۔ د اېن ډي اېم اے وياند له مخې ياد شوو هېوادونو څخه راستنېدونكي مسافر به 15 ورځو لپاره په دې عارضي كېمپ كښې ساتلې شي او دوي ته به په عارضي قيام ګاه كښې ډسپنسري٬ كېفے ټېريا او نور آسانۍ وركولې شي۔ وياند له مخې په بيړني بنياد دا قرنطينه سنټر په يوه اوونۍ كښې جوړ كړې شوې ٬ دا سنټر كرونا وائرس څخه پېدا شوې د بېړني صورتحال مخنيوي لپاره د حفاظتي اقدام له مخې جوړ حكړې شوې ٬ اېن ډي اېم اے د 20 مېليونه روپو په لګښت د كرونا وائرس رنځورانو شناخت لپاره درې جديد سكېنر هم ترلاسه كړې كوم چې په بېلا بېلو هوائي مېدانونو لګولې شوي دي

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کی پیشن گوئی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں