اسلام آباد 16 مارچ (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان ووئيل اولس دې د وېرې نه غېر په رضاكارانه توګه احتياطي تدبيرونه خپل كړي٬ د كرونا وائرس لاره نېولې كېدې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د كرونا وائرس په اړه د نېشنل كوارډينېشن كمېټۍ غونډې مشرۍ په مهال وكړه۔ ده ووئيل حكومت د مسئلې د سنګينۍ احساس لري او په دې لړ كښې به هر ډول ممكنه ګامونه پورته كولې شي۔ په غونډه كښې د مذهبي چارو وفاقي وزير پير نور الحق قادري، داخله وزير اعجاز شاه،د خزانې سلاحكار ډاکټر عبدالحفيظ شېخ، اطلاعات او خپرونو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيالې ډاکټر فردوس عاشق اعوان، ډاکټر معيد يوسف، ډاکټر ظفر مرزا، سيد ذوالفقار بخاري او د كمېټۍ نورو غړو ګډون وكړو٬ اعلٰې صوبائي وزيرانو د وېډيو لنك د كارې په غونډه كښې ګډون وكړو٬ په دې موقع په قامي سلامتي کميټۍ كښې په شويو پرېكړو د عملدرآمد ٬ په چېنلجز او د سباون په لائحه خبرې اترې شوې۔ اعلٰې وزيرانو په غونډه كښې د خپلو حكومتنو لخوا د پورته كړې شوې ګامونه نه كمېټي خبر كړه۔ وزيراعظم عمران خان په اولس كښې د مسئلې د سنجيدګۍ احساس پېدا كولو نه علاوه د احتياطي تدبيرونو په اړه په اولس كښې د شعور بېدارولو په حاجت زور رواړو۔ وزيراعظم ووئيل زه به په دې مسئله قام ته وېنا هم كوم۔ ده ووئيل پاكستاني قام په ماضي كښې د هر ازمېښت په مړانه او نېك نېتۍ سره مقابله كړې او ان شاء اﷲ د کرونا وائرس به هم د شريكو قامي هلو ځلو د لارې مقابله كولې شي۔ وزيراعظم اولس ته ووئيل چې د وېرېدو په ځائ قامې جذبې سره د مسئلې په مړانه مقابله وكړئ۔