ایران څخه بيرته رالوونكو سېلګرو لپاره ملتان انډسټریل اسټيټ كښې د هېواد تر ټولو لوئ قرنطینه سينټر جوړ كړې شوے

image

اسلام آباد 20 مارچ (اے پی پی) خارجه وزير شاہ محمود قریشی وئيلي دي حکومت د کرونا وائرس خطر ترمخه ایران څخه خپلو كورونو ته راتلوونكو سېلګرو له تر يو خاص وخت آئسولیش كښې ساتلو لپاره ملتان انډسټریل اسټيټ كښې د هېواد تر ټولو لوئ قرنطینه سينټر جوړ كړې۔ د جمعې په ورځ په دې اړه خپل يو بيان كښې ه ووئيل ملتان انډسټریل اسټيټ كښې جوړ دغه قرنطینه سينټر كښې درې زره كوټې دي، ایران څخه راغلي 1247 سېلګري دغه قرنطینه سينټر ته منتقل کړې شوي۔ مخدوم شاہ محمود قریشی ووئيل ټول سېلګرې په جلا جلا كوټو كښې ساتلې كېږي۔ده ووئيل په دغه قرنطینه سينټر كښې موجود سېلګرو له طبی آسانۍ وركولو له په 50 كټونو مشتمل يو ايمرجنسي روغتون هم جوړ شوې چې پكښې ډاكټران او نوره طبی عمله هر وخت موجود وي دغسې ضروری داروګانو پشمول نور طبی آسانيو بندوبست هم شوے۔ شاہ محمود قریشی ووئيل حکومت کرونا وائرس خپريدو مخنيوي لپاره ټول اقدامات كوي، حاجت د دې خبرې دے چې اولس د ذمه وارۍ څرګندونه وكړي او په حكومتي اقداماتو عمل وكړي دغسې چې په دې سخته قابو اوموندلې شي

مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کے نتائج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں