اسلام آباد ۔ 15 مئي (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي د هېواد د ريونيو موثره استعمال٬ ښه مالياتي او قرض انتظام٬ د توان او مالياتي ادارو كښې اصلاحات او د سرمايه كارۍ ماحول بهترۍ ته حكومت پام لرنه كوي، پرمختيائي مقاصدو لپاره د قرض استعمال لپاره دې موقعې ولټولې شي۔ دا خبرې وزيراعظم عمران خان د كرونا وائرس له امله د رامخې ته شوي صورتحال مخ نيوي لپاره د اقداماتو او د هېواد د كورني او بهرني مالياتي صورتحال د جاج اغستو غونډې مشرۍ كولو په مهال وكړې۔ په غونډه كښې د كرونا وائرس له امله د رامخې ته شوي صورتحال مخ نيوي لپاره د بېلا بېلو پرمخيتائي شراكتدارو څخه هېواد ته د راغلې خاص مرستې سره سره د هېواد دننه او د بهرنۍ مالياتې صورتحال جاج واخستلې شو ۔ په غونډه كښې د اقتصادي چارو وفاقي وزير مخدوم خسرو بختيار، د اقتصادي چارو ډٶيژن سېكرټري نور احمد او نورو لوړ پورو ګډون وكړو۔ په عونډه كښې د هېواد د بهرني انفلوز و آٶټ فلوز د صورتحال، پرمختيائي شراكتدارو څخه وائرس لپاره د مالياتي مرستې، د جي 20 هېوادونو لخوا قرض كښئ ريليف او د قرض پرمختيائي مقاصدو لپاره د استعمال په اړه دوست هېوادونو څخه د رابطو د ممكنه حکمت عملي جاج واخستلې شو۔ د اوسني حكومت د ترجيحاتو ذكر كولو سره وزيراعظم ووئيل د هېواد د ريونيو ښه استعمال ، د ښه مالياتي او قرض انتظام، د توان او مالياتي ادارو كښې اصلاحات او د سرمايه کارۍ ماحول ښه كولو ته اوسني حكومت پام لرنه كوي۔ وزيراعظم د جي 20 هېوادونو قرض كښې د ريليف د اقدام ستائنه كولو سره ووئيل د جي 20 لخوا ريليف په وخت اقدام دے چې ورسره به د كرونا چېلنج مخ نيوي هلو ځلو له مرسته ترلاسه شي۔ وزيراعظم په دې امر زور رواړو چې دا سهولت د كرونا وائرس صورتحال مخ نيوي لپاره پرمختګ كوونكو هېوادونو ته د زيات سهولت وركولو لپاره زياتول پكار دې دغسې چې ھغوي خپل اولس ته ريليف وركولو لپاره خپلو وسائلو ته پاملرنه وكړي۔ وزيراعظم پرمختيائي مقاصدو لپاره د قرض استعمال لپاره د موقعو لټولو هم امر وكړو دغسې چې د سماجي او اقتصادي پرمختګ عمل ښه كړے شي۔ وزيراعظم عمران خان د كرونا وائرس له امله د رامخې ته شوي صورتحال په تناظر كښې د نړيوالې ورورولۍ د مثبت عبرګون ستائنه هم وكړه۔