بلوچستان كښې د ترهه ګرۍ په دوه پيښو كښې د پاك پوځ 6 ځوانان ٬ سویلین ډرائیور شهید شو

image

پينډۍ 19 مئی (اے پی پی) بلوچستان كښې د ترهه ګرۍ په دوو بيلو پيښو كښې د پاك پوځ 6 ځوانان او يو سویلین ډرائیور شهیدان شوے۔ د آئی اېس پی آر له مخې تيره شپه د اېف سی د ځوانانو ګاړې مچھ بلوچستان ګهيب سيمه كښې د معمول پټرولنګ څخه په راستنيدو مائن سره ټكر شوے چې په نتيجه كښې ئې جونیئر كمیشنډ آفیسر، څلور ځوانان او سویلین ډرائیور شهیدان شوي ۔ شهیدو شوو كښې نائب صوبیدار احسان الله خان، نائیك زبیر خان، نائیك اعجاز احمد، نائیك مولا بخش، نائیك نور محمد او سویلین ډرائیور عبدالجبار شامل دے۔ يوه بله پېښه كښې مچھ بلوچستان منډ سيمه كښې د ترهه ګرو سره په يو بل ډزو كښې د پاك پوځ پوځي امداد علی شهید شوے دے

مضمون کا ماخذ : bolão lotomania
متعلقہ مضامین
مزید خبریں