اسلام آباد ۔ 27 مئی (اے پی پی) د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيال او د سي پېك اتھارټي چيئرمېن لېفټېننټ جنرال عاصم سليم باجوه وئيلي دي په 874 مېګاواټ سکی کناری هائېډرو پاور پراجېکټ تندۍ سره كار روان دے۔ دا هائیډل پاور پراجېکټ د خېبر پختونخوا مانسهره ضلع كښې جوړولې شي۔ خپل ټويټ كښې ده ووئيل د کووډ۔19 نه د متاثر كېدو نه غېر 50 فيصده كار ترسره شوې دې۔ ده وويئل دا پراجېكټ په كنهار درياب د 1.963 ارب ډالرو په لګښت جوړولې شي۔ ده ووئيل دې پراجېكټ سره به 4250 خلقو ته روزګار وركړې شي۔ ده ووئيل د برېښنا بيعه ټيټول د حكومت تر ټولو لومړۍ ترجيح ده۔