اسلام آباد 22 جون (اے پی پی) د قامی اسمبلۍ سپیكر اسد قیصر او ډپټي سپیكر قاسم خان سوری د شیعه عالم دین علامه طالب جوهری په مړينه د غم دړد څرګندونه كړې ده۔د ګل په ورځ د غمرازۍ په خپلو پیغامونو كښې دوي ووئيل طالب جوهری حافظ قرآن او نامتو شاعر ؤ ٬ د هغه په مړينه دړديدلې يو هيواد نن د جید عالم دین څخه محروم شوے۔دوي ووئېل د علامه طالب جوهری مذهبی خذمات به عمر له ياد ساتلے شي۔ سپیكر او ډپټي سپیكر دعا اوكړه چې لوي څښتن دې ارواښاد له د خپل رم په پلو كښې ځائې او غمجنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي