اسلام آباد 26 جون (اے پي پي) وفاقي وزير سيد علي زېدي سره د وزيراعظم د كورونا وبا په اړه وياند ډاكټر فېصل ، خاص مرستيالې تانيه اېدروس او د نېشنل انفارمېشن ټېكنالوجې بورډ سي اي او شباحت علي شاه ملاقات كړے. د بحري چارو د وزارت وياند له مخې د ملاقات په مهال په بندر ځايونو د كورونا مخ نيوي لپاره په ډېجيټل سلوشن تفصيلي خبرې شوي . په دې موقع وفاقي وزير ووئيل د پورټ آپرېشنز په لړ كښې د عملي حفاظت زمونږ وړومبې ترجيح ده. ده ووئيل د تېرو درې مياشتو په مهال د منطقې يواځني بند پورټ قاسم آپرېشنل پاتې كېدو سره د معيشت پايه چلولې ده