اسلام آباد 03 جولائی (اے پی پی) د وزیراعظم د سماجی تحفظ خاص مرستيالې ډاكټر ثانیه نشتر وئيلي دي تر اوسه هيواد كښې يو كروړ 23 لكهه 56 زره څخه زياتو خوارې كښو له د احساس ایمرجنسی كیش پروګرام ترمخه روپۍ وركړې شوي۔خپل يو بيان كښې ډاكټر ثانیه نشتر ووئيل په مجموعی توګه 149 ارب 54 كروړه روپو څخه زياته مرسته وركړې شوې ، آزاد كشمیر كښې 2 لكهه 2 زره څخه زياتو كسانو له 2 ارب 47 كروړه روپۍ وركړې شوي۔ بلوچستان كښې 7 ارب 59 كروړه روپو څخه زياتې روپۍ 6 لكهه 24 زره څخه زياتو كسانو له وركړې شوي۔ دغسې ګلګت بلتستان كښې 88 زره څخه زياتو كسانو له 1 ارب 8 كروړه روپو څخه زياتې روپۍ وركړې شوي۔ اسلام آباد كښې 65 زره څخه زياتو كسانو له 78 كروړ څخه زياتې او په خیبرپښتونخوا كښې 25 ارب 85 كروړه روپو څخه زياتې روپۍ 21 لكهه 29 زره څخه زياتو كسانو له وركړې شوي۔ به پنجاب كښې 55 لكهه 27 زره څخه زياتو كسانو له 66 ارب 91 كروړه روپۍ وركړې شوي او سندھ كښې 37 لكهه 18 زره څخه زياتو كسانو له 44 اربه 84 كروړه روپو څخه زياتې د مرستې روپۍ وركړې شوي