لاهور 27 جولائی (اے پی پی) د پنجاب وزیراعلیٰ عثمان بزدار د كورنيو چارو وفاقی وزیر بریګیډئر(ر) اعجاز احمد شاہ کور ته تللے او هغه سره ئې د ورور حسن احمد شاہ په مړينه لاس نيوه كړې ۔ وزیراعلیٰ عثمان بزدار د اعجاز احمد شاہ او غمجنې كورنۍ سره د يووالي څركندونه كولو سره د ارواښاد بخښنې لپاره دعا اوكړه۔ وزیراعلیٰ د غمجنې كورنۍ زغم لپاره دعا كولو سره ووئيل د خپل ورور د جدائۍ غم په الفاظ كښې نه شم بيانولے۔ ستاسو د ورور په مړينه مونږ يو ډول دړديدلې يو ،لوي څښتن دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځائې او غمجنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔(