اسلام آباد 28 جولائي (اے پي پي) قامي اسمبلۍ ته وئيلې شوي په درسي کتاب كښې د بونېر په حقله د مضمون او نجي ټي وي چېنل ډرامه كښې د پښتنو تشخص مسخ كولو نوټس اغستے شوے ۔ د نهې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې بونېر څخه د قامي اسمبلۍ غړي شېر اکبر خان د نجي ټي وي چېنل په ډرامه كښې د پښتنو تشخص او د نصاب په كتاب كښې بونېر پلو د پام راګرځونې په نوټس علي محمد خان غونډې ته ووئيل يوې لوئې مسئلې ته پام ګرځولے شوے ، د دغې په سختۍ سره نوټس اغستے شوے ۔ د اطلاعات او خپرونو وزارت او د تعليم او وظيفائي چارو وزارت لخوا په دې لړ كښې فيډ بېك هم راغلے دے۔ دې سره سره د خېبرپښتونخوا حكومت لخوا هم ځواب راغلے ۔ ده ووئيل د پاكستان وفاق يوه ګلدسته ده، مونږ ټول مسلمانان او پاكستانيان يو ٬ چا ته به دا اجازه ورنه كړو چې ھغه د دې هېواد يو خاص كميونټي او د قام سپكاوې وكړي۔ده ووئېل آئين مذهب ٬ اخلاقيات او پښتونولي د دې اجازه نه وركوي۔ ده ووئيل د جولائي په 19مه نيټه د خېبر پښتونخوا وزيراعلٰې خاص مرستيال په کتاب كښې د مضمون په 24 ساعته كښې نوټس اخستے۔ ده ووئيل په يو سركاري كتاب كښې دا مضمون نشته، دا كتاب په نجي سكول كښې ښودلے شوے خو په وېډيو كښې په دې لړ كښې تفصيلات نشته چې دا كوم سكول دے۔ده ووئيل پېمرا هم وئيلي دي د ويډيو پحقله هېڅ ګيله نه ده راغلې۔ ده ووئيل د تعليم وفاقي وزارت له مخې چې د كوم كتاب حواله وركړې شوې ھغه پروين خاتون او درشهوار ليكلے او اصغراعوان پرې نظر ثاني كړې دخو په دې كتاب كښې هم دا مضمون نشته۔ پيمرا وئيلي د يو قام توهين او تشخص مسخ كولو په اړه كه چېنل په ګوته كړے شي نو نوټس به واغستے شي٬ پيمرا كښې د شكايات يو طريقه كار شته ٬په لويو لويو چېنلو جرمانې لګيدلي۔