کاروباريورورولي دې د تعميراتو په څانګه كښې سرمايه كاري وكړي٬ حكومت به هر ډول ممكنمرسته كوي٬ د هېواد په معيشت د كرونا منفي اغيز زائل كولو

image
APP51-30 ISLAMABAD: July 30 - Prime Minister Imran Khan chairs meeting of National Coordination Committee on Housing, Construction and Development. APP

اسلام آباد 30 جولائي (اے پي پي)وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې کاروباريورورولي دې د تعميراتو په څانګه كښې سرمايه كاري وكړي٬ حكومت به هر ډول ممكنمرسته كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده دهاٶسنګ ٬ كنسټركشن اېنډ ډويلپمنټ لپاره نېشنل کوآرډينېشن کمېټۍ اوونيزې غونډې مشرۍ په مهال وكړه۔ په غونډه كښې د اېسوسي اېشن آف بلډرز اېنډ ډويلپرز آف پاكستان (آباد)13 نمائندګانو د وېډيو لنك د لارې په غونډه كښې ګډون وكړو۔ په غونډه كښې په تعميراتي څناګه كښې د حكومت لخوا د وركړې شوې مراعاتو او د هغې په نتيجه كښې د پېل شوې هلو ځلو د پېشرفت تفصيلي جاج واخستې شو۔ په غونډه كښې د آباد نمائندګانو لخوا د تعميراتو په څانګه كښې د حكومت لخوا د تاريخي مراعاتو او آسانيو وركولو په اړه وزيراعظم ته پېرزوئنې وړاندې كړې شوې۔ د آباد نمائندګانو ووئيل د هېواد په تاريخ كښې په لومړي د نجي بانكونو لخوا په تعميراتي هلو ځلو لپاره د بلډرز اينډډويلپرز ډاډګيرنه روانه ده چې كرېډټ ئې د شك نه غېر حكومت او مركزي بانك ته د ترلاسه دې۔ د اېن او سي او اجازت نامو عمل آسانېدو سره د تعميراتي څانګې څخه د ټرون لرونكې كاروباري ورورولۍ ډاډګيرنه شوې ده۔ په غونډه كښې د آباد نمائندګانو لخوا په راتلونكې درې څلورو مياشتو د بېلا بېلو منصوبو يقين دهاني وكړې چې په نتيجه كښې به ئې د 1370 اربه روپو معاشي هلې ځلې پېدا شي٬ دې منصوبو كښې به نزدې يو لك د استوګنې يونټس جوړول هم شامل دي۔ د آباد لخوا تعميراتي څانګې ته د وركړې شويو مراعاتو څخه بشپړه ګټه پورته كول او د اربونو روپو په معاشي هلو ځلو د پېل كولو په باور وركولو وزيرِاعظم د اطمينان څرګندونه وكړه۔ د تعميراتو څانګې په اړه د وزيراعظم وژن علي كول او ډويلپرزاو بلډرز لپاره د آسانيو پېدا كولو په اړه د پنجاب او خېبر پښتونخوا لخوا اهم پېشرفت شوې دې٬ د تعميراتو په څانګه كښېد اېن او سيز او نورو منظورو لپاره د درخواستونو عمل آن لائن كول او د كلونو راهسې د التواء ښكار پاتې كېدونكو خواستونو په ورځو كښې ترسره كول باوري ولو لپاره د پنجاب او خېبرپښتونخوا لخوا جديد پورټل جوړ كړې شوې دې۔د پنجاب چيف سېكتر لخوا وزيرِاعظم ته د پورټل عملي مظاهره وړاندې كړې شوه چې پكښې د پورټل خصوصيات کا، طريقه کار، د چيف سېكتر آفس لخوا د بشپړه نظام مانيټرنګ او د درخواستونو په ټاكلې موده كښې د حكومتي ادارو لخوا اېن او سيز او د نورو منظورو عمل باوري كولو په لړ كښې تفصيلي بريفنګ وركړې شو۔ وزيرِاعظم ته ووئيل شول چې د بلډرز او ډويلپرز سهولت لپاره د پنجاب په 9 ډويژنو كښې د اي سروسز مركزونه جوړ كړې شوې دي چرته چې ون ونډو سهولت وركولې شي٬ تر څلوارلسم اګست به د اي سروس مركزونو دائره كار تر ټولو ضلعو پراخه كړې شي۔ وزيراعظم ته ووئيل شول چې د پورټل په سوب به ډويلپرز او بلډرز خپلو كورنوو او دفترو څخه درخواستونه او اړوند دستاوېزات آن لائن جمع كولې شي او په ھغه به په ټاكلې شوې موده كښې پرېكړه كول باوري كولې شي۔ وزيرِاعظمد پورټل جوړولو او د دې د فعاله كولو په اړه د پنجاب او خېبرپښتونخوا د كاركردګۍ ستائنه وكړه۔ وزيرِاعظم نورو صوبو او د آزاد كشمير او ګلګت بلتستان ته د دې ډول پورټل او د ون ونډو سهولت وركولو امر وكړو۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل پورټل، موبائل اېپليکېشن او د آن لائن نظام مقصد په نظام كښې د انساني لاس وهنې كمولو او د بشپړه نظام سپېځلتيا ٬ كاركردګي او فعاليت باوري كول دي۔ وزيراعظمامر وكړو چې د نوې تعميراتو په خاص توګه د هاٶسنګ يونټس ٬ د هاٶسنګ كالونيز او كمرشل ودانيو كښې د برېښنا او ګاز سهولتونه په وخت وركول باوري كول لپاره دې په وفاقي كچه هېلپ لائن خپل بشپړه كردار ترسره كړي۔ وزيرِاعظم عمران خان غونډې ته د وېنا په مهال ووئيل د هېواد په معيشت د كرونا وېرس منفي اغيز زائل كول٬ معاشي عمل ګړندې كولو او په خاص توګه ځوانانو ته ملازمت او نوكرۍ وركول او د غريب اولس د خپل كور خوب رښتيا كولو لپاره د تعميراتي څانګې وده د كليدي كردار وړ ده ٬ دې لپاره دا څانګه د حكومت په ترجيحاتو كښې شامله ده۔ وزيرِاعظم ووئيل د تعميراتو څانګې ته ټول ممكنه سهولتونه وركول باوري كوٶ٬ د تعميراتوڅانګې سره تړون لرونكي كاروباريان دې د دې سهولتونو څخه بشپړه ګټه پورته كړي٬ کاروباري ورورولي دې د تعميراتو په څانګه كښې سرمايه كاري وكړي حكومت د هر ډول ممكنه مرستې عزم لري۔ وزيرِ اعظم ټولو چيف سېكترانو ته امر وكړو د حكومتي ترجيحاتو په لاره كښې خنډان رامخئ ته كوٶنكي د سركاري اهلكارو او د برېښنا او ګاز غوندې د سهولتونو په وركولو كښې د ستونزو سوب جوړېدونكو اهلكارو په ضد دې سخته كاروائي باوري كړې شي

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں