image

مظفر آباد ۔ 01(اے پی پی) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو پارلماني سېكترې ثوبيه كمال وئيلي دي زه د خېر سګالۍ جذبې او كشميري اولس سره د يو والي څرګندونې له مظفر آباد ته راغلې يمه۔ خپلو كشميريانو وروڼو خوېندو ته په دې مباركه ورځ باور وركوم چې د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو پورې به د پاكستان بچې بچې خپلو كشميري وروڼو سره ولاړ وي۔ دې ووئيل د كشميريانو وينې به بې ځايه نه ځي او هغه ورځ لرې نه ده كله به چې د آزاد کشمیر او پاکستان اولس د مقبوضه كشمير خوېندو او وروڼو سره اختر سرينګر كښې لمانځي۔ دې ووئيل د تېر كال اګست مياشتې په 5 مه نېټه هند يو وارې بيا په مقبوضه كشمير د خپلې غېر قانوني قبضې مضبوطولو له د نړيوالو قانونونو او د ملګرو ملتونو د قراردادونو خلاف ورزي وكړه كومه چې ګردې نړۍ مسترد كړې ده۔ دې د دې عزم څرګندونه وكړه د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو پورې به د كشميريانو سياسي ٬ اخلاقي او سفارتي ملاتړ روان ساتو

مضمون کا ماخذ : números da sorte loteria
متعلقہ مضامین
مزید خبریں